اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم په مېنځني ختيز كښې د روان تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره د پاكستان د امن هلو ځلو لپاره د ملاتړ څرګندونه كړې ده او وزيراعظم محمد شهباز شريف د ماليزيا خپل همڅنګ د امريكې او ايران خبرو ته كېښنولو لپاره د خليج وروڼو هېوادونو او ايران مشرانو سره د خپلو خبرو اترو او تازه ترين سفارتي هلو …
وزيراعظم شهباز شريف سره د ماليزيا خپل هم منصب داتو سري انور ابراهيم ټېلي فون تماس ٬ مېنځني ختيز كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره د پاكستان د هلو ځلو ملاتړ

مزید خبریں
اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم په مېنځني ختيز كښې د روان تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره د پاكستان د امن هلو ځلو لپاره د ملاتړ څرګندونه كړې ده او وزيراعظم محمد شهباز شريف د ماليزيا خپل همڅنګ د امريكې او ايران خبرو ته كېښنولو لپاره د خليج وروڼو هېوادونو او ايران مشرانو سره د خپلو خبرو اترو او تازه ترين سفارتي هلو ځلو نه خبر كړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ماليزيا خپل همڅنګ داتو سري انور ابراهيم ټېلي فوني تماس ونيولو او د خبرو په مهال دواړو مشرانو يو بل له د واړه اختر مباركي وركولو سره د اسلامي نړۍ وحدت او پرمختګ لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم په مېنځني ختيز كښې د روان جنګ خاتمې لپاره د پاكستان په مشرۍ كښې د ثالثۍ هلو ځلو له په مضبوط پېغام د ماليزيا وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم امريكا او ايران خبرو ته كېښنولو لپاره د خليج وروڼو هېوادونو او ايران مشرانو سره د خپلو خبرو اترو او تازه سفارتي هلو ځلو نه خبر كړو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ښه قيادت ستائنې كولو سره د ماليزيا وزيراعظم هغه د بېلو هېوادونو مشرانو سره د خپلو خبرو نه هم خبر كړٶ چې پكښې هغه په مېنځني ختيز كښې د جنګ د خاتمې په ضرورت زور راوړے۔ هغه پاكستان ته د امن هلو ځلو كښې د ماليزيا د بشپړ ملاتړ هم ووئېل ۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم مننې كولو سره هغه له باور وركړو چې پاکستان به د منطقې موجوده صورتحال كښې تاٶ تريخوالې كمولو لپاره په زره پورې او حقيقي هڅې روانې ساتي٬ دغسې دواړو مشرانو رابطې برقرار ساتلو ته اتفاق وكړو








