د فيفا ورلډ كپ د ټكټونو خرڅولو وروستے پراؤ به په وړومبي اپرېل پېل كېږي٬ 50 كروړه درخواستونه تر لاسه شوي

نيويارك ۔ 26 مارچ(اے پي پي) د فيفا ورلډ كپ 2026 لپاره د ټكټونو خرڅولو څلورم او وروستے پراؤ "لاسټ منټ سېلز فېز" به د اپرېل په وړومبۍ نېټه په رسمي توګه پېل كېږي ٬ په دې پراؤ كښې به ټكټ وړومبے راشه او وړومبے واخله په بنياد تر لاسه كېږي او دا لړۍ به د جام تر اختتام روانه وي۔ فيفا خپلو مينه والو ته مشوره وركړې ده چې …

نيويارك ۔ 26 مارچ(اے پي پي) د فيفا ورلډ كپ 2026 لپاره د ټكټونو خرڅولو څلورم او وروستے پراؤ “لاسټ منټ سېلز فېز” به د اپرېل په وړومبۍ نېټه په رسمي توګه پېل كېږي ٬ په دې پراؤ كښې به ټكټ وړومبے راشه او وړومبے واخله په بنياد تر لاسه كېږي او دا لړۍ به د جام تر اختتام روانه وي۔ فيفا خپلو مينه والو ته مشوره وركړې ده چې وېب پاڼه پرله پسې ګوري ځكه چې په عارضي توګه ختم شوي ټكټونه بيا تر لاسه كېدې شي ۔ دغسې د ټكټونو د خرڅولو سره سره فيفا د 2 اپرېل نه آفيشل ٬٬ ري سېل او ايكسچينج ماركيټ ېېلس ٬٬ هم بيا پرانيځي دغسې هغه كسان كوم چې په مېچ كښې ګدون نشي كولې هغوي خپل ټكټ په خوندي ډول بل مينه وال ته منتقل كړے شي۔ تر اوسه تر سره پړاړونو كښې 50 كروړه درخواستونه تر لاسه شوي دي ٬ د كومو نه چې ښكلاري چې سږ كال به د 1934 رېكارډ د 35 لاكه كتونكو مات شي ۔ د جام مېچونو په بېل كېدو كښې 80 ورځې پاتي دي ٬ ځكه مينه والبو ته د وېزې عمل زر تر زره د بشپړولو سپارښتنه شوې ده۔په آخر كښې دا وضحه شوې ده چې د مېچ ټكټ د كوربه هېوادونو ( امرېكا ٬ كاناډا او مېكسيكو ) ته د داخلېدو ضمانت نه دے۔