د كورنيو چارو وفاقي وزير د اين ايف هيډكوارټرز دوره ٬ د فاؤنډيشن منظوري ٬ تعليمي ادارو كښې د نشائي توكو په ضد د شعور بيدارولو كمپائن لا مؤثر جوړولو امر اسلام آباد۔ 26 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو او د نشائي توكو مخنيوي وفاقي وزير محسن نقوی د اېنټی نارکوټکس فورس (اے اېن اېف) هېډکوارټرز دوره وكړه ٬ ډی جی اے اېن اېف مېجر جنرل عبدالمعید دوئي …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د اين ايف هيډكوارټرز دوره ٬ د فاؤنډيشن منظوري ٬ تعليمي ادارو كښې د نشائي توكو په ضد د شعور بيدارولو كمپائن لا مؤثر جوړولو امر

مزید خبریں
د كورنيو چارو وفاقي وزير د اين ايف هيډكوارټرز دوره ٬ د فاؤنډيشن منظوري ٬ تعليمي ادارو كښې د نشائي توكو په ضد د شعور بيدارولو كمپائن لا مؤثر جوړولو امر
اسلام آباد۔ 26 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو او د نشائي توكو مخنيوي وفاقي وزير محسن نقوی د اېنټی نارکوټکس فورس (اے اېن اېف) هېډکوارټرز دوره وكړه ٬ ډی جی اے اېن اېف مېجر جنرل عبدالمعید دوئي ته هركلے ووے۔ د دورې په مهال وفاقی وزیر د جوړېدونكي ’’نېشنل کاؤنټر نارکوټکس کوآرډینېشن سنټر‘‘ معائنه وكړه او په اے اېن اېف هېډكوارټرز كښې يۍ د غونډې مشري وكړه۔ په دې مهال وفاقي وزير ته د اے اېن اېف د كاركردګۍ او آپرېشنز په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې د نشائي توكو په جرمونو كښې د سزا شرح 82 فیصد ته رسېدلې ده او د نشائي توكو ناوړه دنده كښې د ككړو 22 ملي او 9 بهرنيو ډرګ ټرېفكنګ آرګنائزېشن مخه كاميابۍ سره نيولې شوې ده۔ دغسې د افیم فصل تلف كولو سره په اړوندو اقدامات هم رڼا واچولې شوه۔ وفاقی وزیر محسن نقوی نوې نسل د نشائي توكو لعنت څخه بچ كولو له په هره كچه د كرېك ډاؤن جاري ساتلو امر كولو سره ووئيل د زده كړو په ادارو كښې دې د نشائي توكو د كارولو په ضد د شعور بېدارولو كمپائن لا مؤثر كړے شي۔ ده د كمو وسائلو او كم افرادي قوت باوجود د اے اېن اېف غوره كاركردګي وستائله۔ په دې موقع وفاقي وزير د ملازمينو خېر ښېګړې له د’’اے اېن اېف فاؤنډېشن‘‘ د جوړولو اصولي منظوري وركړه۔ د غونډې په پېل كښې په دې وروستيو كښې د اے اېن اېف 6 شهيدانو لپاره د لوړو درجو خصوصي دعا وكړې شوه۔ وفاقی وزیر د شهيدانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د نشائي توكو ختمولو له د اے اېن اېف خذمات د ستائنې وړ دي۔








