اسلام آباد۔26مارچ(اے پی پی) نائب وزیرِاعظم/ خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار د بچت او اضافي كفايتي اقداماتو نګرانۍ او عملدرآمد سره د اړوندې كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزیراعظم آفس څخه د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ په روانه وضعه كښې مالياتي نظم وضبط باوري كولو له د روانو اقداماتو د مؤثر كېدو جاج واغست۔ ائب وزیرِاعظم وزارتونو او صوبو كښې وړاندې څخه په …
د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه ٬ د بچت او اضافي كفايتي اقداماتو د نګرانۍ او عملدرآمد جاج واغستے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔26مارچ(اے پی پی) نائب وزیرِاعظم/ خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار د بچت او اضافي كفايتي اقداماتو نګرانۍ او عملدرآمد سره د اړوندې كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزیراعظم آفس څخه د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ په روانه وضعه كښې مالياتي نظم وضبط باوري كولو له د روانو اقداماتو د مؤثر كېدو جاج واغست۔ ائب وزیرِاعظم وزارتونو او صوبو كښې وړاندې څخه په منظور شوې كفايتي اقداماتو د عملدرآمد صورتحال جاج هم واغست۔ هغه تر دې دمه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ هغه په خاص توګه غېر ضروري خرڅونو كښې د كمي او د مسائلو د مؤثر استعمال ستائنه وكړه۔ اسحاق ډار اړوند وزارتونو او محكمو ته هدايت وكړو چې هغوي د نګرانۍ نظام لا پياوړے كړي او په ټاكلې اصولو سختۍ سره عملدرآمد باوري كړي۔ په غونډه كښې د خزانې ٬ پټروليم ٬ آئي ټي او اطلاعاتو وفاقي وزيرانو په شمول د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ٬ د آئي ټي سېكرټري٬ صوبائي چيف سېكرټريز او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔








