انجينئر امير مقام د آسيه اندرابي د ټول عمري او د فهميده صوفي او ناهيده نسرين د 30، 30 كالو د زنداني كولو پرېكړه وغندله

اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان چارو او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د حريت لارښودې آسيه اندرابي ټول عمري بنديوانۍ او د فهميده صوفي او ناهيده نسرين د 30، 30 كالو د زندان سزا اورولو د پرېكړې په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ خپل بيان كښې ده ووئيل دا پرېكړه د انصاف تقاضو، نړيوال قوانين او د بنيادي انساني حقونو په …

اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان چارو او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د حريت لارښودې آسيه اندرابي ټول عمري بنديوانۍ او د فهميده صوفي او ناهيده نسرين د 30، 30 كالو د زندان سزا اورولو د پرېكړې په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ خپل بيان كښې ده ووئيل دا پرېكړه د انصاف تقاضو، نړيوال قوانين او د بنيادي انساني حقونو په جار خلاف ورزي ده٬ بايد په مقبوضه كشمير د بشري حقونو د خلاف ورزو سلسله بنده كړې شي۔ ده ووئيل پاکستان په بشپړ عزم او اتحاد سره د كشمير خپلو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دے۔انجينئر امير مقام په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي د هندي ظلمونو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو نوټس واخلي۔ ده زياته كړه چې په کشمير كښې د غېر جانبدارانه استصواب رائے تابيا د نړيوالې ورورولۍ ذمه واره ده