د وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې غونډه ٬ د ربيع او خريف فصلونو لپاره د سرې په شتوالي د اطمېنان څرګندونه

اسلام آباد۔ 25 مارچ (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزير رانا تنوير حسېن د سرې د جاج اغستو كمېټۍ د غونډې مشري وكړه چې پكښې د ربيع 2025۔26 لپاره د يوريا او ډي اے پي سرې د طلب او رسد صورتحال سره خريف 2026 لپاره د پېشنګوئيو جاج واغستلے شو۔ غونډه كښې د صوبو استازو ٬ د سرې جوړونكو ادارو پشمول د فوجي فرټېلائزر كمپنۍ٬ اينګرو …

اسلام آباد۔ 25 مارچ (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزير رانا تنوير حسېن د سرې د جاج اغستو كمېټۍ د غونډې مشري وكړه چې پكښې د ربيع 2025۔26 لپاره د يوريا او ډي اے پي سرې د طلب او رسد صورتحال سره خريف 2026 لپاره د پېشنګوئيو جاج واغستلے شو۔ غونډه كښې د صوبو استازو ٬ د سرې جوړونكو ادارو پشمول د فوجي فرټېلائزر كمپنۍ٬ اينګرو كارپورېشن ٬ فاطمه فرټېلائزر كمپني ٬ ايف ايم پاك لېمېټډ او د نېشنل فرټېلائور ډوېلپمنټ سېنېټر چارواكو پشمول اړوندو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير د سرې د كوم ځنډ نه غېر د شتوالي باوري كولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو او په دې خبره يې زور راوړو چې كر كېله كومه چې د هېواد په مجموعي پېداوار كښې نزدې د 19 نه تر 20 فيصده برخه اچوي او د 37 نه تر 38 فيصد افرادي قوت ته روزګار وركوي په قامي معيشت كښې څرګند كردار لري۔ ده ووئېل حكومت هبواد او په نړيوال صورتحال ژور نظر لري دغسې چې د كرونډګرو د مفادات تحفظ وكړے شي او په منډۍ كښې استحكام برقرار اوساتلے شي۔په غونډه كښې دا اطېنان ولرلې شو چې د پاكستان د سرې څانګې د طلب او رسد توازن په ځائے ساتلے دے ۔ د ربيع 2025 ۔26 په مهال د يوريا شته والے د طلب نه زيات ؤ چې ورسره د غنمو او نورو فصلونو كر د كوم خنډ نه غېر دوامداره اوساتلے شو٬ دغسې د ډي اے پي شتون هم د كردوندګرو ضروريات لپاره پورا ؤ ۔ صوبو زرعي هلې ځلې په وخت په ګوته كړې كومې چې د ښو فصلونو د معاشيات او د موسمي طلب عكاسي كوي