اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاکستان پيپلز پارټي پلاوي ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال وزيراعظم پلاوې د خليج صورتحال په تناظر كښې د پاكستان نړيوال امن لپاره د كېدونكو سفارتي هلو ځلو نه خبر كړو٬ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم او بلاول بھټو …
وزيراعظم شهباز شريف سره د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاکستان پيپلز پارټي پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاکستان پيپلز پارټي پلاوي ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال وزيراعظم پلاوې د خليج صورتحال په تناظر كښې د پاكستان نړيوال امن لپاره د كېدونكو سفارتي هلو ځلو نه خبر كړو٬ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم او بلاول بھټو زرداري په ملاقات كښې د شريكې خوښې په سياسي او د هېواد په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ بلاول بھټو زرداري د جنګ په تناظر كښې پاکستان ته د رامخې ته ممكنه مسئلو مخه نيوي لپاره د وفاقي حكومت د پاليسۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم او بلاول بھټو زرداري د وفاقي حکومت لخوا په سندھ كښې د جاري پرمختيائي منصوبو جاج هم واخست۔ بلاول بھټو زرداري د وزيراعظم په سخته وضعه كښې د وفاقي حکومت د پاليسو سم اړخ متعين كولو له د د تګلارې او اقدامات ستائنه وكړه٬ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د سندھ وزيراعليٰ مراد علي شاه، وفاقي وزيران احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، اعظم نذير تارړ، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله او سينيټر سليم مانډوي والا ګډون كولو۔








