اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سفېران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلې دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت د هېواد ټولو سيمو په خاص توګه د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ ته وړومبې پام لرنه كوي ۔ دا خبره ده د ګلګلت بلتستان لنډ مهاله وزيراعليٰ جسټس (ر) يار محمد خان سره په ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات …
حکومت د هېواد ټولو سيمو په خاص توګه د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ ته وړومبۍ پام لرنه كوي٬ وفاقي وزير انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سفېران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلې دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت د هېواد ټولو سيمو په خاص توګه د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ ته وړومبې پام لرنه كوي ۔ دا خبره ده د ګلګلت بلتستان لنډ مهاله وزيراعليٰ جسټس (ر) يار محمد خان سره په ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په ګلګت بلتستان كښې د سولې ثبات په وضعه او په پرمختيائي چارو هم په تفصيل سره خبرې وشوې۔ په دې موقع لنډ مهاله وزيراعليٰ جسټس (ر) يار محمد خان په ګلګت بلتستان كښې امن و امان لپاره د وفاقي وزير انجينئر امير مقام د کردار ستائنې كولو سره د وفاقي حكومت د مرستې مننه وكړه۔ په دې موقع کشمير چارو، ګلګت بلتستان و سيفران وفاقي سيکريټري ظفر حسن او ايډيشنل سيکريټري کامران الرحمٰن هم موجود وٶ۔








