وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد غذائي ضرورتونه ځپلے كېدو كېدو نه غېر خليجي هېوادونو ته د خوراك څښاك څيزونو لېږلو لپاره د اقدامات تندولو، د کراچۍ او ګوادر پشمول په نړيوال ايئر پورټس فلائټ اپرېشنز زياتولو لپاره د جامع تګلارې رامخې ته كولو سره دا يادګيرنه كړې چې په دې پاليسۍ كښې تاخير او بې غوري به ونه زغملې شي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه٬ د هېواد غذائي ضرورتونه ځپلے كېدو نه غېر خليجي هېوادونو ته د خوراك څښاك څيزونو لېږلو لپاره د اقدامات تندولو امر

مزید خبریں
وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد غذائي ضرورتونه ځپلے كېدو كېدو نه غېر خليجي هېوادونو ته د خوراك څښاك څيزونو لېږلو لپاره د اقدامات تندولو، د کراچۍ او ګوادر پشمول په نړيوال ايئر پورټس فلائټ اپرېشنز زياتولو لپاره د جامع تګلارې رامخې ته كولو سره دا يادګيرنه كړې چې په دې پاليسۍ كښې تاخير او بې غوري به ونه زغملې شي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د موجوده سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې خليجي رياستونو ته د خوراك څښاك څيزونو لېږلو او د پاکستان بندرځايونو او ميري ټائم آپريشنز جاج اخستو لپاره مهمه غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو محمد آصف، احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، رانا تنوير حسېن، عطاء الله تارړ، جنيد انوار چوهدري، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو چارواكو ګډون وكړو ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف خليجي هېوادونو ته د خوراك څښاك څيزونو رسولو په اړه د جوړې تګلاره په پېشرفت د اطمينان څرګندونې سره د اړوندو څانګو او چارواكو د کارکردګۍ ستائنه وكړه۔ ده امر وكړو چې خليجي هېوادونو ته د خوراك څښاك ضروري څيزونه رسول او د ھغوي د غذائي تحفظ په اړه ټولې اړوندې څانګې دې خليجي هېوادونو سره په نزدې رابطه كښې اوسي۔ ده ووئيل د موجوده سيمه ايز صورتحال په تر مخه كله چې نړيوال سپلائي چېن ځپلے شوے٬ د خليجي هېوادونو د غذائي ضرورتونو خيال ساتل زمونږ فرض دے۔ ده امر وكړو چې د هېواد غذائي ضرورتونه متاثره كولو نه غېر په هېواد كښې موجود د خوراك څښاك وافر كچه دې خليجي هېوادونو ته برآمد كولو لپاره په تندۍ سره كار وكړے شي٬ د هېواد غذائي ضرورتونو لپاره دې د خوراك څښاك د څيزونو د طلب او رسد بشپړه نګراني وكړې شي۔ ده يادګيرنه وكړه چې په دې پاليسۍ كښې هر ډول تاخير د نه قبلېدو وړ دے٬ د تاخير مرتکب كسانو ځواب وركول به باوري كولې شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف کراچۍ او ګوادر پشمول په نړيوال ايئر پورټس فلائټ اپرېشنز كښې زياتوالي لپاره د جامع تګلارې جوړولو امر هم وكړو۔ غونډې ته خليجي هېوادونو ته د خوراك څښاك څيزونو برامدات له په پورته كړو ګامونو بريفنګ وركړے شو٬ خاص كمېټۍ د 40 فوډ آئټمز برآمد كولو منظوري وركړې، چې پكښې وريژې، خوراكي تېل، چيني، غوښه، پولټري، وچ پېۍ ، ډيري مصنوعات٬ مېوې، سبزۍ او داسې نور څيزونه شامل دي۔ د بريفنګ له مخې خليجي هېوادونو سره د تجارت په اړه د برآمد كوٶنكو ډيټا بيس جوړ كړے شوے، د سبزو، مېوو او غوښې د برآمد په اړه به اضافي ادائيګي نه كېږي، د خوراك څښاك څيزونو د برآمدات په اړه به هوائي او سمندري اوپن روټس كارولې شي، خليجي هېوادونو سره بزنس ټو بزنس غونډې او ويبنارز به كولې شي۔ د بريفنګ له مخې کراچۍ او بن قاسم کښې بندر ځايونه د واړه اختر رخصتۍ په مهال هم په بشپړه توګه فعاله وو، په ټرانس شپمنټ صلاحيت كښې اضافې لپاره آف-ډاک ټرمينلز ته هم د ټرانس شپمنټ هيندلنګ اجازه وركړې شوې كومې لپاره چې په کسټمز قوانين كښې ضروري بدلونونه شوي٬ په بندرځايونونو د تګ راتګ په اړه لګولې شوې بيعه تر 60 فيصده كمه كړې شوه ، په بندرځايونو ايکسپورټ فيسيلي ټيشن ډيسکس فعاله كړې شوي دي








