سپيکر سردار اياز صادق د سندھ ګورنر نهال هاشمي سره وليدل

کراچۍ 24 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د سندھ ګورنر نهال هاشمي سره وليدل٬ په دې موقع دوهم سپيکر سيد غلام مصطفی شاه هم دوي سره ٶ۔ د قامي اسمبلۍ سېکرټرېټ له مخې دا ملاقات د نهې په ورځ د سندھ ګورنر په استوګنه كښې شوې٬ سپيکر نهال هاشمي له د سندھ په ګورنر جوړېدو او د كوچني اختر مباركي وركړه۔ سپيکر سردار اياز …

کراچۍ 24 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د سندھ ګورنر نهال هاشمي سره وليدل٬ په دې موقع دوهم سپيکر سيد غلام مصطفی شاه هم دوي سره ٶ۔ د قامي اسمبلۍ سېکرټرېټ له مخې دا ملاقات د نهې په ورځ د سندھ ګورنر په استوګنه كښې شوې٬ سپيکر نهال هاشمي له د سندھ په ګورنر جوړېدو او د كوچني اختر مباركي وركړه۔ سپيکر سردار اياز صادق د نهال هاشمي کاميابۍ لپاره دعا هم وكړه٬ په دې موقع دوهم سپيکر سيد غلام مصطفیٰ شاه هم نهال هاشمي له د سندھ د ګورنر په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ګورنر نهال هاشمي د نېكو هيلو په څرګندونه او استوګنې ته په راتلو د سپيكر او دوهم سپيكر مننه وكړه