وزيراعظم مېنځني ختيز كښې د روانې شخړې جامع حل لپاره د مذاكراتو د هڅو هركلے وكړو

اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مېنځني ختيز كښې د روانې شخړې جامع حل لپاره د مذاكراتو د هڅو هركلي كولو سره ووئيل چې پاكستان د خبرو اترو كوربتوب خپل اعزاز ګڼي۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پېغام كښې وزيراعظم ووئيل مېنځني ختيز كښې د روانې شخړې جامع حل لپاره د مذاكراتو د هڅو هركلے كوٶ دغسې چې په منطقه او د دې نه …

اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مېنځني ختيز كښې د روانې شخړې جامع حل لپاره د مذاكراتو د هڅو هركلي كولو سره ووئيل چې پاكستان د خبرو اترو كوربتوب خپل اعزاز ګڼي۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پېغام كښې وزيراعظم ووئيل مېنځني ختيز كښې د روانې شخړې جامع حل لپاره د مذاكراتو د هڅو هركلے كوٶ دغسې چې په منطقه او د دې نه بهر امن او استحكام باوري كړئ شي۔ ده ووئيل چې د امريکې او ايران رضامندۍ سره مشروط٬ پاكستان د بامعني او نتيجې وړ مذاكراتو كوربتوب لپاره چمتو دے او دا خپل ځان لپاره د اعزاز سبب ګڼي دغسې چې د روانې شخړه تر جامع حل ورسېدې شي