د نورو هيوادونو برعکس پاکستان کښې د پټروليم مصنوعاتو بيو کښې د زياتوالي تناسب د 22 او 24 فيصد ترمنځ پاتے شو: خرم شهزاد

اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) د خزانې وزير سلاکار خرم شهزاد ویلي دي چې په نړیوالو ماركيټونو كښې د تېلو د بیو د لوړېدو په سناریو کښې پاکستان هڅه کړې چې نسبتا متوازن او محتاط ستراتیژي غوره کولو سره د مالي ثبات او اولسي ګټو ترمنځ توازن وساتي۔ د نورو هېوادونو برعکس په پاکستان کښې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د زياتوالي تناسب د 22 او 24 فيصد ترمنځ …

اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) د خزانې وزير سلاکار خرم شهزاد ویلي دي چې په نړیوالو ماركيټونو كښې د تېلو د بیو د لوړېدو په سناریو کښې پاکستان هڅه کړې چې نسبتا متوازن او محتاط ستراتیژي غوره کولو سره د مالي ثبات او اولسي ګټو ترمنځ توازن وساتي۔ د نورو هېوادونو برعکس په پاکستان کښې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د زياتوالي تناسب د 22 او 24 فيصد ترمنځ پاتے شوے دے۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل يو بيان كښې هغه ووئيل په نړيواله كچه د تېلو په بیو کښې په وروستیو اونیو کښې د پام وړ زیاتوالې ثبت شوې دې۔ ډیرو هېوادونو د ډیزل په بیو کښې د لویې کچې زیاتوالی مصرف کونکو ته منتقل كړې دې۔ د دې برعکس پاکستان هڅه کړې چې نسبتا متوازن او محتاط ستراتیژي غوره کولو سره د مالي ثبات او اولسي ګټو ترمنځ توازن وساتي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه د ډيزل او پټرول په بيو كښې زياتوالې د پاكستان په مقابله كښې زيات پاتے شو۔ په ځينې هېوادونو كښې بيې 27 څخه تر 71 فیصد يا دې څخه هم زياتې لوړې كړې شوې۔ په پاكستان كښې ددې زياتوالې د 22 24 فیصد ترمنځې پاتې شو۔ ده ووئيل په پاكستان كښې په ډیزل د 16 فیصد او پټرول 33 فیصد ټېكس شرح د منطقې د اوسط 35 فيصدې شرحې په مقابله كښې كمه ده۔ دغسې په پاكستان كښې د سېلز ټېکس شرح صفر فيصد ده كومه چې په بل صورت كښې 18 فيصد ته رسېدلې شوه۔ ده ووئيل نړيوالو رجحاناتو څخه دا هم په ډاګه كيږي چې تر اوږدې مودې د سبسډي په ځاې ساتلو ګنجائش په ګرده نړۍ كښې محدود كيږي او زياتره معيشتونه دمه په دمه قيمتونه حقيقي كچې ته راوستلو پلو مخ په وړاندې روان دي۔