د ټي بي رنځ د پاکستان پشمول يو شمېر هېوادونو لپاره طبي٬ سماجي او معاشي چېلنج جوړ دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټي بي بشپړه خاتمې لپاره نړيواله مرسته٬ تكنيكي همكاري او مستقل نړيوال فنډنګ ضروري ګرځولو سره ووئيل چې د ټي بي رنځ د پاکستان پشمول يو شمېر هېوادونو لپاره طبي٬ سماجي او معاشي چېلنج جوړ دے، د دې درملنې لپاره د تشخيص د جديد سهولتونو پراختيا٬ د لېب نېټ ورك بهتري او د نګرانۍ نظام مضبوطوٶ۔ د ګل …

اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټي بي بشپړه خاتمې لپاره نړيواله مرسته٬ تكنيكي همكاري او مستقل نړيوال فنډنګ ضروري ګرځولو سره ووئيل چې د ټي بي رنځ د پاکستان پشمول يو شمېر هېوادونو لپاره طبي٬ سماجي او معاشي چېلنج جوړ دے، د دې درملنې لپاره د تشخيص د جديد سهولتونو پراختيا٬ د لېب نېټ ورك بهتري او د نګرانۍ نظام مضبوطوٶ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ټي بي نړيوالې ورځ په موقع جاري بيان كښې وزيراعظم ووئيل د ټي بي نړيوالې ورځ په موقع پاکستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د ټي بي په څېر د قابل علاج و بچاٶ رنځ د بشپړه خاتمې د عزم پخلې كوي٬ په اوسني دور كښې هم ټي بي په متعدي رنځونو كښې سرفهرست دے او د ټي بي رنځ د پاکستان پشمول يو شمېر هېوادونو لپاره طبي٬ سماجي او معاشي چېلنج جوړ دے۔ ده ووئيل دا رنځ په خاص توګه بې وځله طبقې متاثره كوي او د غربت، غذائي كمبوت او د عدم مساوات په صورت كښې د صحت، سماجي او معاشي اثرات هم مرتب كوي٬ هر كال دا ورځ د دې رنځ اثراتو په اړه شعور بېدارولو او د دې وبائي مرض خاتمې هڅې لا ګړندې كولو لپاره لمانځلې كېږي۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكومت د ټي بي خاتمه د صحت عامه ترجيحاتو كښې ساتلې ده او د يو جامع لائحې له مخئ د رنځ زر تشخيص تر معياري درملنه رسنه٬ د رنځ مخه نيول او د رنځور پالنې لپاره اقدامات باوري كوي٬ دې مقصد لپاره د جديد تشخيصي سهولتونو پراختيا٬ د ليبارټري نيټ ورك بهتري او د نګرانۍ نظام مضبوطوٶ او د صحت په بنيادي مركزونو كښې د ټي بي خدمات كوټلې كوٶ دغسې چې د هېواد په لر او بر كښې پرله پسې درملنه ممكن كړې شي۔ ده ووئيل د ټي بي بشپړه خاتمې لپاره د اولس شموليت ضروري دے٬ معاشرتي اسټيګما ختمول، په وخت د تشخيص ترغيب وركول او د درملنه تسلسل باور كولو كښې کميونټي هيلتھ ورکرز، د سول سوسائټۍ تنظيمونه، محققين او د نجي څانګو طبي ادارې مرستياله ثابتېږي خو د ټي بي بشپړه خاتمې لپاره نړيواله مرسته٬ تكنيكي همكاري او مستقل نړيوال فنډنګ ضروري دے۔ ده ټولو اړوند ډلو٬ وفاقي او صوبائي حكومتونو٬ پرمختيائي شراكتدارو٬ پوهنتونونو٬ نجي څانګې٬ ميډيا او سماجي مشرانو ته اپيل وكړو چې ھغوي دې اجتماعي هڅې لا قوي كړي دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې ټي بي سره مخ يو كس هم نظر انداز نشي