نرې رنځ (ټي بي) یوه د درملنې وړ او مخنیوي وړ ناروغي ده، پاكستان د دې له منځه وړولو عزم لري: د سينيټ چيئرمين

اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ویلي دي چې پاکستان د نري رنځ (ټي بي) له منځه وړلو عزم لري او د دې هدف ترلاسه کولو لپاره پرله پسې او اغېزمن ګامونه پورته کیږي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې، د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پېغام کښې، سید یوسف رضا ګیلاني وویل چې نرې رنځ یوه د درملنې وړ او مخنیوي …

اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ویلي دي چې پاکستان د نري رنځ (ټي بي) له منځه وړلو عزم لري او د دې هدف ترلاسه کولو لپاره پرله پسې او اغېزمن ګامونه پورته کیږي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې، د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پېغام کښې، سید یوسف رضا ګیلاني وویل چې نرې رنځ یوه د درملنې وړ او مخنیوي وړ ناروغي ده، خو بیا هم دا په پرمختللو هېوادونو کښې د یوې جدي ننګونې په توګه شتون لري۔ هغه وویل چې نري رنځ نه یوازې په ناروغانو بلکې د دوی په کورنیو او ټول روغتیایی سیسټم باندې دروند بار اچوي۔ ده ټینګار وکړ چې عامه پوهاوې لوړول او په وخت تشخیص ډاډمن کول زيات ضروري مهم دے دغسې چې په دا ناروغۍ په لومړني پړاؤ کښې قابو وموندل شي۔ هغه وویل چې ناروغانو ته معياري درملنې وركول اړین دي او پدې برخه کښې، د روغتیا نظام نور هم پیاوړی کول باید ملي ترجيح وي۔ سید یوسف رضا ګیلاني وویل چې احتياطي اقداماتو کښې د پانګونې له لارې د نري رنځ ختمول ممكن دي٬د طبي متخصصینو او د لومړۍ کرښې کارمندانو خدمات د ستاینې وړ دي، چې د دې ناروغۍ په ضد مبارزه کښې مهم رول لوبوي. هغه دا عزم تكرار كړو چې د نري رنځ څخه پاک پاکستان لپاره، دولتي ادارې، مدني ټولنه او اولس له به ګډې هڅې كول وي دغسې چې د دې وژونکې ناروغۍ نوغې ويستل ممكن شي۔