نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ترکيه خارجه وزير سره د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ترکيه خارجه وزير هاکان فيدان سره د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيانله مخې دواړو مشرانو په منطقه كښې د اوسني پېشرفت جاج واخستو چې پكښې د امريكې صدر ټرمت لخوا په دې وروستۍ كښې د جنګ د عارضي خاتمې …

اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ترکيه خارجه وزير هاکان فيدان سره د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيانله مخې دواړو مشرانو په منطقه كښې د اوسني پېشرفت جاج واخستو چې پكښې د امريكې صدر ټرمت لخوا په دې وروستۍ كښې د جنګ د عارضي خاتمې د اعلان هم ذكر وشو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير منطقه او د دې نه بهر امن او استحكام باوري كولو لپاره د پرله پسې سفارتي روابطو په اهميت زور راوړٶ٬ دوي په بدلېدونكې وضعه كښې نزدې رابطه كښې پاتې كېدو ته سلا وكړه