د يوم پاكستان زرين اصول عملي كولو سره مونږ په قامي چيلنجونو قابو موندلې شو: ډاكټر جوزب ارشد

پېنډۍ ۔22مارچ (اے پی پی) آرچ بشپ راولپنډی /اسلام آباد ډاکټر جوزف ارشد وئيلي دي چې يوم پاكستان مونږ ته د اتحاد ٬ ايمان او تنظيم زرين اصول يادوي په كومو عمل كولو سره چې مونږ په پېښو قامي چېلنجونو قابو موندلې شوو۔ د يوم پاكستان په موقع خپل پېغام كښې د هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ له دعا كولو سره ده قامي يووالي ٬ امن او بېن المذاهب …

پېنډۍ ۔22مارچ (اے پی پی) آرچ بشپ راولپنډی /اسلام آباد ډاکټر جوزف ارشد وئيلي دي چې يوم پاكستان مونږ ته د اتحاد ٬ ايمان او تنظيم زرين اصول يادوي په كومو عمل كولو سره چې مونږ په پېښو قامي چېلنجونو قابو موندلې شوو۔ د يوم پاكستان په موقع خپل پېغام كښې د هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ له دعا كولو سره ده قامي يووالي ٬ امن او بېن المذاهب هم آهنګي ته په وده وركولو زور راوړو۔ ده ووئيل يو مضبوط پاكستان لپاره به ټولو طبقو له په ګډه كار كول وي۔ ده د پاك پوځ قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل قام به خپل مېړني عسكر تل ياد ساتي د كومو د قربانيو له امله چې نن هېواد محفوظ دے۔