حکومت د ملي اوبو پالیسۍ په چوکاټ کښې مهم اصلاحات کوي: وزیر اعظم شهباز شريف د اوبو نړيوالې ورځې په موقع پيغام

لاهور۔22مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف پاکو اوبو ته لاسرسی یو اساسي بشري حق ګرځولو سره ویلي دي چې حکومت د ملي اوبو پالیسۍ په چوکاټ کښې د اصلاحاتو څو مهم اقدامات کوي دغسې چې سباؤن لپاره د اوبو سرچینې خوندي کړې شي٬ وفاقي حكومت د 18 کوچنیو، منځنیو او لویو بندونو په جوړولو کار کوي او په نړيواله كچه د خپلو ملي اوبو د حقونو ساتنې عزم لري۔ …

لاهور۔22مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف پاکو اوبو ته لاسرسی یو اساسي بشري حق ګرځولو سره ویلي دي چې حکومت د ملي اوبو پالیسۍ په چوکاټ کښې د اصلاحاتو څو مهم اقدامات کوي دغسې چې سباؤن لپاره د اوبو سرچینې خوندي کړې شي٬ وفاقي حكومت د 18 کوچنیو، منځنیو او لویو بندونو په جوړولو کار کوي او په نړيواله كچه د خپلو ملي اوبو د حقونو ساتنې عزم لري۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کښې وكړه كومه چې نن د اتوار په ورځ لمانځلې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل نن په پاكستان او ګرده نړۍ كښې د اوبو نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ سږ كال دا ورځ’’ اوبه او صنفی مساوات: چرته چې اوبه بهيږ دغلته برابري سوا كيږي‘‘ سرخط سره لمانځلې شي كوم چې دا خبره په ډاګه كوي چې آبی تحفظ يوه تكنيكي مسئله نه بلكې سماجي انصاف او صنفي برابرۍ له هم مهمه ده۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د اوبو كمښت سره مخ دے او د پاكستان جوړېدو څخه وروستو سړي سر اوبه 5,260 مکعب میټر څخه كمېدو سره 1,000 مکعب میټر څخه هم ښكته كچې ته تلي دي۔ ده ووئيل مېرمنې په كور كښې د كارول كېدونكو اوبو د انتظام زياته ذمه واري پورته كوي ٬ په كليوالو سيمو كښې د اوبو انتظام يو سخت كار دے چې ورسره تعليمي هلې ځلې ځپلې كيږي۔ وزیر اعظم ووئيل حكومت پاكو اوبو ته لاس رسي بنيادي انساني حق ګني او د اوبو انتظام او فيصله سازۍ په عمل كښې د مېرمنو د نمائندګۍ باوري كولو عزم لري۔ حکومت د ملي اوبو پالیسۍ په چوکاټ کښې د اصلاحاتو څو مهم اقدامات کوي دغسې چې راتلونکي لپاره د اوبو سرچینې خوندي کړې شي٬ وفاقي حكومت د 18 کوچنیو، منځنیو او لویو بندونو په جوړولو کار کوي۔ ده ټولو اړوندو ادارو ٬ پرمختيائي همكارانو ٬ سول سوسائټی او هر يو وګړي ته اپیل وكړو چې هغه دې اوبه يو قيمتي نعمت ګڼلو سره د دې تحفظ باوري كړي۔ ده ووئيل زه په حكومتي كچه ددې عزم پخلے كوم چې مونږ به په بشپړ ٬ تلپاتې او صنفي توګه د اوبو حساس سرچينو انتظام ته وده وركړو۔

مزید خبریں