اسلام آباد۔21 مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق او دوهم سپيكر قام او اسلامي نړۍ ته د كوچني اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې كوچنې اختر د خوشحالو شريكولو ٬ د مينې او ايثار جذبې ته د ودې وركولو او د شكر ادا كولو درس وركوي٬ پاكستان د مذاكراتو د لارې د شخړو د حل ملاتړ كوي٬ نړيواله ورورولي دې هم خپل رول ولوبوي٬ د اختر …
د سپيكر اياز صادق او دوهم سپيكر قام او اسلامي نړۍ ته د كوچني اختر مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔21 مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق او دوهم سپيكر قام او اسلامي نړۍ ته د كوچني اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې كوچنې اختر د خوشحالو شريكولو ٬ د مينې او ايثار جذبې ته د ودې وركولو او د شكر ادا كولو درس وركوي٬ پاكستان د مذاكراتو د لارې د شخړو د حل ملاتړ كوي٬ نړيواله ورورولي دې هم خپل رول ولوبوي٬ د اختر په خوشحالو كښې بايد ضرورتمند او بې وزله هم شامل كړې شي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ميډيا ونګ لخوا په جاري شوي پېغام كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق سردار اياز صادق د كوچني اختر په موقع قام او اسلامي نړۍ له د زړه له كومي مباركي وركولو سره ووئيل كوچنې اختر د خوشحالو شريكولو ٬ د مينې او ايثار جذبې ته د ودې وركولو او د شكر ادا كولو درس وركوي۔ ده وئيل د خوشحالۍ په دې موقع بايد مونږ مستحق او بې وزله كسان هم په خپلو خوشحالو كښې شريك كړو او د هغوي مرسته وكړو۔ ده ووئيل روانه وضعه نظر كښې نيولو سره مونږ له به په خپل ژوند كښې كفايت شعارۍ ته وده وركول وي۔ ده ووئيل هر يو پاكستاني وګړي له به سماجي ٬ سياسي او معاشي استحكام ته وده وركولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كول وي۔ سپيكر د هېواد او قام سلامتيا لپاره د خپلو وسله والو او امنيتي ځواكونو پرله پسې هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاك پوځ د هندي سپانسرډ فتنة الخوارج ترهګرۍ په نره مقابله كوي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ او امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل وسله وال ځواكونه د ترهګر عناصرو په بشپړه توګه د ختمولو عزم لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هر ډول انتها خوښۍ ٬ كركې او فرقه واريت څخه بايد ډډه وكړې شي۔ ده ووئيل دين هم مونږ ته ددې درس راكوي چې يو بل سره مينه او ورورولي وكړو دغسې چې ټولنيزه همغږي په ځائې پاتې شي او په هېواد كښې د امن او سكون فضا وده ومومي۔ سپيكر ووئيل د اختر په موقع دې د فلسطين او مقبوضه كشمير مظلوم اولس په خپلو دعاګانو كښې ياد وساتلې شي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به آزادۍ لپاره د كشميري او فلسطيني اولس د د هڅو سياسي ٬ سماجي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ سپيكر دعا وكړه چې كوچنې اختر دے هر يو پاكستاني له د خوشحالۍ ٬ امن او سوكالۍ پېغام راوړي٬ اسلامي نړۍ ته دې د پېښو مسئلو حل له د يو موټې كېدو توفيق وركړي او د ګډې تګلارې په لوري دې د اسلامي نړۍ لارښودنه وكړي۔ دوهم سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاہ قوم او اسلامي نړۍ ته د اختر مباركي وركولو سره ووئيل كوچنې اختر مينې ٬ هم آهنګۍ او د انسانيت جذبې ته د ودې وركولو تر ټولو غوره موقع ده۔ ده ووئيل مونږ له به د كمزورې او بې وزله طبقې خصوصي خيال ساتل وي۔ ده ووئيل په روانه اقتصادي وضعه كښې به هر وګړي له د هېواد په پرمختګ ٬ امن ٬ استحكام او سماجي هم آهنګۍ كښې خپل رول لوبول وي۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيد شوو امنيتي اهلكارو او د وسله والو ځواكونو ځوانانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔










