نواب شاہ۔21مارچ(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره په زرداري هاؤس نواب شاه كښې د كوچني اختر په موقع ټاكلې استازو او مشرانو ملاقات وكړو او هغه ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښی د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سید غلام مصطفی شاہ، صوبائی وزيران ضیاء الحسن لنجار، علی حسن زرداری، میئر نواب شاہ …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره زرداري هاؤس كښې د كوچني اختر په موقع ټاكلې شوو استازو او مشرانو ملاقات وكړو او هغه ته يۍ د اختر مباركي وركړه

مزید خبریں
نواب شاہ۔21مارچ(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره په زرداري هاؤس نواب شاه كښې د كوچني اختر په موقع ټاكلې استازو او مشرانو ملاقات وكړو او هغه ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښی د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سید غلام مصطفی شاہ، صوبائی وزيران ضیاء الحسن لنجار، علی حسن زرداری، میئر نواب شاہ قاضی رشید بھټی، ډپټی میئر مبشر آرائیں، د پیپلز پارتۍ لارښود او د ښار معززين هم موجود وو۔ د اختر په موقع صدر مملكت آصف علي زرداري ټاكلې شوو استازو ته په خپلو خپلو حلقو كښې د پرمختيائي كارونو او د اولس مسئلو حل كولو هدايت هم وكړو۔ په دې موقع صدر مملكت وويل چې د اختر په موقع دې د خپلو ګاونډيانو او ضرورتمندو خيال وساتلې شي او اولس سره دې تړون زيات كړے شي۔ ده اولسي نمائندګانو ته هدايت وكړو چې هغوي دې خپل صلاحيتونه د هېواد پرمختګ لپاره وقف كړي۔










