اسلام آباد۔21مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د ګلېشیئرز ساتنه د اوبو سباؤن لپاره اړینه بللو سره وئيلي چې ګلېشیئرز ژوند كولو له بنيادي اهميت لري٬ په پاکستان کښې له 13000 څخه زیات ګلېشیئرز شتون لري، چې د اباسين د اوبو یوه مهمه سرچینه ده. د خالي په ورځ د ګلېشیئرز نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې صدر مملكت وويل ګلیشيئرز په کرنه، توان او …
ګلیشيئرز په کرنه، توان او اوبو رسولو کښې مهم رول لوبوي٬ د ګلیشیرز نړیوالې ورځې په مناسبت د صدر مملكت پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د ګلېشیئرز ساتنه د اوبو سباؤن لپاره اړینه بللو سره وئيلي چې ګلېشیئرز ژوند كولو له بنيادي اهميت لري٬ په پاکستان کښې له 13000 څخه زیات ګلېشیئرز شتون لري، چې د اباسين د اوبو یوه مهمه سرچینه ده. د خالي په ورځ د ګلېشیئرز نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې صدر مملكت وويل ګلیشيئرز په کرنه، توان او اوبو رسولو کښې مهم رول لوبوي۔ د ايوان صدر د رسنيو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې صدر مملكت وويل چې موسمياتي بدلون د ګلېشیئرز د ویلې کېدو سرعت ګړندې کړې دې۔ د واوريزو تالانو د شليدلو او سېلاب خطره زياته شوې ده۔ صدر مملكت د كال 2025 موسمی پېښې د خطرې ټلۍ ګرځولو سره وئولي چې په قطبي سيمې د موسمياتي بدلونونو خطر سره مخ دي۔ ده ووئيل د موسمياتي نګرانۍ او د انتباهي نظام لا پياوړې كولو عزم لرو۔ په نېشنل کلائمېټ پالېسۍ او اېډاپډېشن پلان عمل روان دے۔ صدر مملكت د غرئيزو هېوادونو ترمينځه همكاري ضروري ګرځولو سره ووئيل چې د ګلېشیئرز ساتتنه د اوبو سباؤن لپاره ضروري ده۔ ده ووئيل د ننې پرېكړې به د راتلونكو نسلونو د سباؤن ټاكنه كوي۔










