اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) د پاکستان او آذربائیجان مشرتابه خليج كښې روان تاؤ تريخوالې كمولو له د ټولو پاتې مسئلو حل له په خبرو اترو او سفارتكارۍ ټینګار کړے دے. وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د كوچني اختر د خوشحالۍ په موقع د مباركۍ تبادلې له د جمهوريه آذر بائیجان صدر الهام علیوف سره ټيليفوني تماس ونيولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له …
د وزيراعظم شهباز شريف آذربائیجاني صدر سره ټيليفوني تماس ٬ د اختر مباركي ٬ خليج كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) د پاکستان او آذربائیجان مشرتابه خليج كښې روان تاؤ تريخوالې كمولو له د ټولو پاتې مسئلو حل له په خبرو اترو او سفارتكارۍ ټینګار کړے دے. وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د كوچني اختر د خوشحالۍ په موقع د مباركۍ تبادلې له د جمهوريه آذر بائیجان صدر الهام علیوف سره ټيليفوني تماس ونيولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم صدر الهام عليوف او د آذر بائيجان ورور اولس له د كوچني اختر مباركي وركړه۔ د آذربائیجان صدر هم په ځواب كښې پاكستاني مشرتابه او اولس ته مباركي وركولو سره دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو امت له د اتحاد دعا هم وكړه۔ دوئي په ايران او خليج كښې د تاؤ تريخوالي په روانه وضعه دخيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د آذربائیجان په ضد د بريدونو غندنه تكرارولو سره په دې سخت وخت كښې د آذربائيجان ورور اولس سره د بشپړه يووالي پخلې وكړو۔ دواړو لارښودو په سيمه كښې روان تاؤ تريخوالې كمولو له د ټولو پاتې مسئلو حل له په خبرو اترو او سفارتكارۍ ټینګار وكړو۔ د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره دواړو لارَښودو د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې له مستحكمولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔










