اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني ګرده نړۍ كښې د نوروز اختر لمانځونكو له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نوروز د هيلې، هم آهنګۍ او د رڼا په تياره د غلبې عكاسي كوي۔ ده ووئيل له پېړو راهيسې لمانځلې كېدونكې دا اختر د ګډې كلتوري ورثې نمائندګي كوي او …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني ګرده نړۍ كښې د نوروز اختر لمانځونكو له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني ګرده نړۍ كښې د نوروز اختر لمانځونكو له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نوروز د هيلې، هم آهنګۍ او د رڼا په تياره د غلبې عكاسي كوي۔ ده ووئيل له پېړو راهيسې لمانځلې كېدونكې دا اختر د ګډې كلتوري ورثې نمائندګي كوي او د ټولنو ترمينځه امن ٬ ګډ سولييز ژوند او احترام ته وده وركولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل داسې نړيوالې موقعې په نړيوالو چېلنجونو قابو موندلو له د اتحاد، مکالمې ٬ تفاهم او ادراك اهميت احساس وركوي۔ ده په اولسي كچه رابطو ته د ودې وركولو او د خېر سګالۍ مستحكمولو په حاجت زور راوړو۔ د سېنېټ چيئرمېن پاكستان او د نړۍ په نورو برخو كښې سوكالۍ او خېر ښېګړې له دعا هم وكړه۔










