اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) پاکستان په هند كښې د اسرائیلی سفیر تورونه په سختۍ سره رد كولو سره ووئيل چې حقیقی جارحیت د اسرائیل غیر قانونی قبضے او غزہ كښې بشري بحران څخه په ډاګه دے، د اسرائیل قیادت په ضد نړيوالو عدالتونو كښې مقدمي او نړيوال ريكارډ د ټولو په وړاندې دے۔ د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابی په سوشل میډیا په هند كښې د اسرائیلی …
پاکستان هند كښې د اسرائیلي سفیر تورونه په سختۍ سره رد كړل

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) پاکستان په هند كښې د اسرائیلی سفیر تورونه په سختۍ سره رد كولو سره ووئيل چې حقیقی جارحیت د اسرائیل غیر قانونی قبضے او غزہ كښې بشري بحران څخه په ډاګه دے، د اسرائیل قیادت په ضد نړيوالو عدالتونو كښې مقدمي او نړيوال ريكارډ د ټولو په وړاندې دے۔ د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابی په سوشل میډیا په هند كښې د اسرائیلی سفیر يو ويډيو كلب په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب ووئيل مونږ دا بې بنسټه تاثر په سختۍ سره رد كوو۔ وياند ووئيل د جارحیت او غیر ذمه واره طرز عمل اصل ریکارډ غیر قانونی قبضه، غزہ كښې روان بشري بحران او اسرائیلی قیادت په ضد نړيوالو عدالتونو كښې لګيدلې فرد جرم څخه په ډاګه دې۔ ده ووئيل ذمه واره رياستونه د نړيوال قانون پاسداری کوي نه چې هغې څخه د پام ګرځولو هڅه كوي۔










