عصري ټيكنالوجۍ ته وده وركول د صنعت٬كركيلې او آئي ټي په څانګو كښې د مهم پړاؤ حيثيت لري: د وزيراعظم د فائيو-جي٬سپيكټرم لائسنسونو اجرا دستورې ته خطاب

اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف اولس له د ټېكنالوجۍ عصري آسانۍ وركولو عزم پخلي كولو سره وئېلي دي چې عصري ټېكنالوجۍ ته وده وركول د صنعت٬ كركيلې او آئي ټي په څانګو كښې د مهم پړاؤ حېثيت لري٬ د فائيو جي سپيكټرم لائسنس نيلامۍ عمل په زيات سپيځلې ډول بشپړ شوے دے ٬چين او پاكستان ځانګړی ملګرتيا لري٬ عصري ټېكنالوجي د دې عكاسي كوي۔ د دې …

اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف اولس له د ټېكنالوجۍ عصري آسانۍ وركولو عزم پخلي كولو سره وئېلي دي چې عصري ټېكنالوجۍ ته وده وركول د صنعت٬ كركيلې او آئي ټي په څانګو كښې د مهم پړاؤ حېثيت لري٬ د فائيو جي سپيكټرم لائسنس نيلامۍ عمل په زيات سپيځلې ډول بشپړ شوے دے ٬چين او پاكستان ځانګړی ملګرتيا لري٬ عصري ټېكنالوجي د دې عكاسي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د فائيو – جي سپېكټرم لائسنسونو اجراﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو او د آئي ټي څانګې پوهانو ګډون وكړو۔ وزيراعظم د فائيو جي سپېكټرم په كاميابه نيلامۍ د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه او د هغې ټولې ډلې له او لائسنس ترلاسه كوونكي ټيلي كام آپريټرز له مباركي وركولو سره ووئيل دا په پاكستان كښې د ټېكنالوجي په څانګه كښې يو مهم پېشرفت دے۔ ده ووئيل د قانوني چېلنجونو په غوره ډول حل كولو د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ او د هغه ټولې ډلې له مباركي وركوم۔ ده ووئيل د زونګ او نورو همكار ټيلي كام آپرېټرز مرستې ستائنه كوو هيله ده چې هغوي به د هېواد ګوټ ګوټ ته دا ټېكنالوجي ورسوي۔ د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه ووئيل چې دا كاميابي د وزيراعظم په مشرۍ كښې د بشپړه ټيم ورك دلارې ممكنه شوه۔ په پاكستان كښې په اولني ځل فائيوجي سروس معارفي كړې شوې دې۔ دې ووئيل په راتلونكو څو مياشتو كښې به په مجموعي توګه د انټرنېټ معيار ښه شي۔ د پي ټي اے چيئرمېن ميجر جنرل (ر) حفيظ الرحمان ووئيل په پاكستان كښې د موبائل ټېكنالوجي پرمختګ د 90 لسيزې په ابتدا كښې پېل شو۔ كال 2004 څخه تر كال 2025ﺀ سپېكټرم حوالې سره 4 نيلامۍ وشوې۔ پاكستان د اسپېكټرم استعداد حوالې سره په اولني لمبر راغلے دے۔ په دستوره كښې د ټېلي كام اتھارټي او ټيلكي كام آپرېټرز جاز ٬ يوفون او زونګ ترمينځه فائيو جي سپېكټرم لائسنس لپاره لاس ليك وكړے شو۔ د لائسنس اجراﺀ څخه وروستو به درې واړه كمپنۍ په باقاعده توګه 5 جي سروسز پېل كولې شي چې ورسره به صارفين د تند نېټ آسانۍ ترلاسه كړي او ډيجيټل سروسز ٬ كاروبار او آن لائن معيشت به وده وكړي۔

مزید خبریں