بېروت۔2مارچ (اے پی پی) په لبنان د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 31 كسان مړه او 149 ژوبل شوي دي او په كوېت كښې امريكائي جنګي الوتكه نسكورېدو سره تباه شوه۔ د شنهوا له مخې د لبنان روغتيا وزارت وئيلي چې د لبنان د پلازمينې بېروت په سوئيلي مضافاتو او د لبنان په سوئيلي سيمو فضائي بريدونه شوي چې په نتيجه كښې يۍ تر دې دمه 31 كسان مړه او …
په لبنان د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې 31 كسان مړه ٬ 149 ټپيان ٬ په كويت كښې امريكائي جنګي الوتكه پريوتو سره تباه

مزید خبریں
بېروت۔2مارچ (اے پی پی) په لبنان د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 31 كسان مړه او 149 ژوبل شوي دي او په كوېت كښې امريكائي جنګي الوتكه نسكورېدو سره تباه شوه۔ د شنهوا له مخې د لبنان روغتيا وزارت وئيلي چې د لبنان د پلازمينې بېروت په سوئيلي مضافاتو او د لبنان په سوئيلي سيمو فضائي بريدونه شوي چې په نتيجه كښې يۍ تر دې دمه 31 كسان مړه او 149 ژوبل شوي دي۔ د وزارت د بيان له مخې ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي او د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ بلخوا په كوېت كښې د امريكا يوه جنګي الوتكه نسكورېدو سره تباه شوې ده۔ د روسيه ميډيا له مخې د كوېت او امريكا لخوا د الوتكې د پرېوتو تصديق تر دې دمه نه دے شوے بياهم د امريكائي اېف 15 پائلټ الوتكې څخه وتلو كښې كامياب شوے۔ په سوشل ميډيا وائرل شوي وېډيو كښې د پرېوتونكې الوتكې شعلې ښكاره ليدلې شي۔ د روسي ميډيا وېنا ده چې د اېف 15 الوتكې پائلټ په ژوبل حالت كښې روغتون ته منتقل كړے شوے دے۔(اے پي پي وا ١٣٠٤)








