که اړتيا ولري٬ د ايران په ضد عمليات له 4 څخه تر 5 اونيو دوامدار پاتې كيدې شي : امريكائي صدر ټرمپ

واشنګټن 02 مارچ (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې كه اړتيا ولري د ايران په ضد عمليات د څلورو نه تر پنځو اوونيو روانې پاتې كېدې شي٬ زما په خيال كښې د ايران قيادت لپاره درې ښه كانديدان موجود دي۔ د بي بي سي له مخې نيويارك ټائمز سره خپله مركه كښې ده د وينزويلا مثال وركړو چرته چې پخوانے صدر نکولس مادورو له ګرفتارۍ …

واشنګټن 02 مارچ (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې كه اړتيا ولري د ايران په ضد عمليات د څلورو نه تر پنځو اوونيو روانې پاتې كېدې شي٬ زما په خيال كښې د ايران قيادت لپاره درې ښه كانديدان موجود دي۔ د بي بي سي له مخې نيويارك ټائمز سره خپله مركه كښې ده د وينزويلا مثال وركړو چرته چې پخوانے صدر نکولس مادورو له ګرفتارۍ څخه وروستو امريكې ته منتقل كړے شوے ٶ٬ يعني په وينزوېلا كښې د صدر اخوا كولو باوجود حكومت بدل نه كړے شو او كېدې چې په ايران كښې هم داسے وشي۔ ده ووئيل چې امريكا او اسرائيل د څلورو نه تر پنځه اوونيو هم دې شدت سره د ايران په ضد بريدونه جاري ساتلې شي۔ ده ووئيل دا به ګرانه نه وي ځكه چې مونږ سره په لويه كچه وسله په ګرده نړۍ كښې په بېلو هېوادونو كښې پرته ده۔ ټرمپ د دې پوښتنې ځواب ورنه كړو چې آيا لاريجاني به د ايران حكومت نوې مشر وي۔ كله چې دوي څخه په ايران كښې د طاقت د منتقلۍ په حواله پوښتنه وشوه نو ده ووئيل د ايران پوځي مشرانو پشمول د ايران پاسداران انقلاب به د اولس په وړاندې د وسلې نه لاس په سر شي۔ ده ووئيل مونږ چې څه په وينزويلا كښې كړې زما خيال دې چې ھغه بهترين صورتحال دے ۔ ده جواز وړاندے كړو چې څه په وينزوېلا كښې ښه ثابت شوي ھغه به په ايران كښې هم ښه ثابت شي٬ د دوه كسانو نه سوال ټول كسان دې په خپلو چوكو پاتې وي۔

مزید خبریں