اسلام آباد 26 فروري(اے پي پي) کاروباري مشرانو او سينئر سرکاري عهديدارو تېره ورځ د يو فعال او شريكې مرستې سره د فائر سيفټي فريم ورك په ضرورت زور راوړې٬ په دې خبره زور راوړلې شو چې د اور لګېدو د زياته پېښو لاره نيولې كېدې شي٬ خو كمزورې تعميل، محدود خبرتيا او نفاذ كښې د فرق له امله پېښې رامخې ته كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د سيف ټي …
کاروباري مشرانو او ريګوليټرز لخوا د فعال فائر سيفټي فريم ورك مطالبه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 فروري(اے پي پي) کاروباري مشرانو او سينئر سرکاري عهديدارو تېره ورځ د يو فعال او شريكې مرستې سره د فائر سيفټي فريم ورك په ضرورت زور راوړې٬ په دې خبره زور راوړلې شو چې د اور لګېدو د زياته پېښو لاره نيولې كېدې شي٬ خو كمزورې تعميل، محدود خبرتيا او نفاذ كښې د فرق له امله پېښې رامخې ته كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د سيف ټي کنسلټ په مرسته ټريټ ايکسپيټيټرز پروفيشنل ډويلپمنټ سنټر (TEPDC) په اشتراك سره د “اور د لويو پېښو مخه نيول: د ټولوشراكتدارو مشتركه ذمه وارۍ په سرخط په سيمينار كښې شوې۔ سېمينار ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انټسټري (ICCI) صدر سردار طاهر محمود ووئيل بايد فائر سيفټي د يو ريګوليټري فارملټي په ځائي يو بنيادي كاروبار او د سماجي ذمه وارۍ په توګه وپېژندلې شي۔ ده زور راوړو چې په حفاظتي تعميل كښې د بې غورۍ له امله نه يوازې انساني ژوند خطر سره مخ كېږي بلكې سرمايه كارۍ ته زيان رسي او په معيشت د اوږدې مودې اقتصادي خرڅونه راځي۔ سېمينار ته خپلې وېنا كښې د کيپټل ډيولپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) د اي اېنډ ټي ډائرېكټر جنرل ډاکټر عبدالرحمن د مضبوط ريګوليټري نګرانۍ، موثر معائنے او د اداره جاتي همكارۍ په ضرورت رڼا واچوله۔ ده زور راوړو چې د وګړو تل پاتې تحفظ يوازې په ھغه صورت كښې ترلاسه كېدې شي كله ريګوليټرز، هنګامي خدمات، کاروبار او کميونټيز د افتونو مخه نيولو لپاره د وړومبني صف په توګه كار وكړي۔ د دې نه وړاندې د فائر اينټ لائف سيفټي ماهر او د سېف ټي كنسلټ سي اي او نعيم احمد سبحاني د استوګنې٬ تجارتي او په څانګې څانګو كښې د اور لګېدو د اوسنيو لويو پېښو تجزياتي جائزه وړاندې كړه








