ډھاکه 26 فروري (اے پي پي) بنګله ديش خارجه وزير ډاکټر خليل الرحمان د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي 81 مې غونډې مشرۍ لپاره خپل كانديد نومولے دے۔ د زيارت په ورځ د سفارتي ذريعو له مخې دا نامزدګي د فلسطين لخوا دې چوكۍ لپاره د خپل كانديد نامه بېرته اخستو نه پس رامخې ته شوې او د دې نه پس دا مقابله اوس د بنګله ديش او قبرص ترمېنځه …
بنګله ديش، خارجه وزير ډاکټر خليل الرحمان د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي 81مې غونډې مشرۍ لپاره كانديد ونومولے شو

مزید خبریں
ډھاکه 26 فروري (اے پي پي) بنګله ديش خارجه وزير ډاکټر خليل الرحمان د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي 81 مې غونډې مشرۍ لپاره خپل كانديد نومولے دے۔ د زيارت په ورځ د سفارتي ذريعو له مخې دا نامزدګي د فلسطين لخوا دې چوكۍ لپاره د خپل كانديد نامه بېرته اخستو نه پس رامخې ته شوې او د دې نه پس دا مقابله اوس د بنګله ديش او قبرص ترمېنځه پاتې شوې ده۔ بنګله ديش د فلسطين نه مخكښې خپل كانديد وړاندے كړے و۔ د يادونې وړ ده چې د جنرل اسمبلۍ د صدر انتخاب به په جون كښې د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې كېږي٬ كال 27-2026 لپاره صدارت د اسيا پيسيفک سيمه ايز ګروپ لپاره مختص كړے شوے دے٬ بنګله ديش د دې نه وړاندې په دې چوكۍ پاتې شوې ٶ او په ھغه وخت كښې خارجه وزير ارواښاد همايوں رشيد چوھدري كال 87-1986 كښې د عمومي اسمبلۍ د 41 غونډې د صدر په حېث وظيفه ترسره كړې وه








