ګرده نړۍ كښې په كال 2025 كښې ريکارډ 129 خبريالان او ميډيا کارکنان وژلې شوي٬ په درې كښې د دوه برخو ذمه وار اسرائيل دے : د کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس بيان

نيو يارك 26 فروري (اے پي پي) د کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس (سي پي جے) خپل بيان كښې وئيلي دي چې ګرده نړۍ كښې په كال 2025 كښې ريکارډ 129 خبريالان او ميډيا کاركنان وژلې شوي دي ٬ په دريو كښې د دوه برخو ذمه وار اسرائيل دے۔ د العربيه اردو له مخې د کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس چيف اېګزيکټو جوډي ګېنزبرګ تېره ورځ خپل بيان كښې وئيلي چې په …

نيو يارك 26 فروري (اے پي پي) د کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس (سي پي جے) خپل بيان كښې وئيلي دي چې ګرده نړۍ كښې په كال 2025 كښې ريکارډ 129 خبريالان او ميډيا کاركنان وژلې شوي دي ٬ په دريو كښې د دوه برخو ذمه وار اسرائيل دے۔ د العربيه اردو له مخې د کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس چيف اېګزيکټو جوډي ګېنزبرګ تېره ورځ خپل بيان كښې وئيلي چې په داسې وخت كښې چې تر معلوماتو رسنه د وړاندې په مقابله كښې زياته اهمه شوې ريكارډ شمېر خبريالان وژلې كيږي۔ ده ووئيل كله چې خبريالان په خبر وركولو وژلې شي نو مونږ ټولو لپاره خطر زياتېږي۔ سي پي جے مشر خپل بيان كښې ووئيل چې په كال 2025 كښې په وژلې شويو كښې په څلورو كښې د درې برخو نه زياتې وژنې د جنګونو په سبب شوې وې۔ جوډي ګينزبرګ ووئيل په كال 2025 كښې د اسرائيل په ډزو كښې وژلې شوې ميډيا سره تړون لرونكو 86 كسانو كښې د 60 فيصده نه زيات غزه څخه رپورټنګ كوٶنكي فلسطينيان وو٬ يوکرېن او سوډان كښې هم د خبريالانو په وژنه كښې په كال 2025 كښې اضافه شوې ده۔ سي پي جےد ډرونز په زيات شوي استعمال رڼا اچولو سره ووئيل چې د ډرون 39 كسېز درج دي چې پكښې په غزه كښې د اسرائيل لخوا د 28 او په سوډان كښې د نيم پوځي رېپډ سپورټ فورسز لخوا د 5 كسانو وژنه شامل ده٬ په يوكرائن كښې په ډرون بريدونو كښې څلور خبريالان وژلي شوي۔ سي پي جے د پېښی د سپېځلې تحقيقاتو په فقدان هم رڼا واچوله۔

مزید خبریں