ملګري ملتونه 26 فروري (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد وئيلي دي چې د دښمنانو لخوا د ډرونز او نورو آلاتو استعمال د خطر چاپېريال بدل كړے دے۔ د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې د دستورې په مهال ده ووئيل چې د امن پوځ لپاره ماحول پېچلې، غير مستحکم او مرګونې كېږي٬ زمونږ ردعمل هم د دې له مخې٬ كوټلې او …
د ملګرو ملتونو امن پوځ تحفظ لپاره فوري اقدامات ضروري دي٬ عصري تكنيكي خطرې زياتې شوې دي۔ عاصم افتخا ر احمد

مزید خبریں
ملګري ملتونه 26 فروري (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد وئيلي دي چې د دښمنانو لخوا د ډرونز او نورو آلاتو استعمال د خطر چاپېريال بدل كړے دے۔ د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې د دستورې په مهال ده ووئيل چې د امن پوځ لپاره ماحول پېچلې، غير مستحکم او مرګونې كېږي٬ زمونږ ردعمل هم د دې له مخې٬ كوټلې او اجتماعي پكار دے۔ ده وويل د ملګرو ملتونو په بېلا بېل مشنز كښې تر اوسه د پاكستان 182 عسكر شهيدان شويدي٬ او په بېل مشنز چې پكښې سوئيلي سوډان، مېنځنۍ جمهوريه افريقا، کانګو او د لبنان او اسرائيل په پولو د امن پوځ اهلكار موجود دي٬ لپاره د سلامتيا خطرې زياتېږي۔ د پاکستان استازي د اوسني ډرون بريد حواله وركولو سره ووئيل چې په دې كښې د بنګله دېش د امن پوځ 6 اهلكار مړه شوي٬ د دې نه دا برېښي چې د عصري ټېکنالوجۍ استعمال غير رياستي عناصر كوي چې ورسره د بريد كوٶنكو شناخت او ځوابدهي ګرانېږي۔ ده ووئيل چې نوې ټېکنالوجيز خطرې زياتوي۔ په دې لړ كښې كاونټر – يو اے ايس صلاحيتونه، بهتر الرټ سسټمز، عصري نګراني او په ډيټا اډانه د خطرو تجزيه د امن عسكرو حفاظت لپاره لازمي ده۔








