د يوکرين، امريکې او روسيه ترمينځه مذاکرات د مارچ په پېل كښې كيدې شي۔ ولوديمير زيلينسکي

کېف 26 فروري (اے پي پي) د يوکرين صدر ولوديمير زيلنسکي وئيلي دي چې د يوکرين، امريکې او روسيه ترمېنځه مذاکرات د مارچ په پېل كښې كېدې شي۔ د شنهوا له مخې د يوکرين صدر وئيلي دي چې د يوکرين، امريکې او د روسيه د پلاويو ترمېنځه د مذاكراتو بل پړاٶ د مارچ په پېل كښې متوقع دے، د مذاکراتو نه وړاندې به د يوکرين چيف مذاکرات کار او د …

کېف 26 فروري (اے پي پي) د يوکرين صدر ولوديمير زيلنسکي وئيلي دي چې د يوکرين، امريکې او روسيه ترمېنځه مذاکرات د مارچ په پېل كښې كېدې شي۔ د شنهوا له مخې د يوکرين صدر وئيلي دي چې د يوکرين، امريکې او د روسيه د پلاويو ترمېنځه د مذاكراتو بل پړاٶ د مارچ په پېل كښې متوقع دے، د مذاکراتو نه وړاندې به د يوکرين چيف مذاکرات کار او د قامي سلامتي او دفاع کونسل سيکرټري رستم عمروف د زيارت په ورځ د امريكې نمائندګانو سټيو وټکوف او جيرډ کشنر سره ملاقات كوي۔ ده ووئېل چې په دوه اړخيزه ملاقات كښې به د راتلونكې درې اړخيزه مذاكراتو په تيارۍ٬ د يوکرين د بيا رغونې په پېكج او د يوکرين او روسيه ترمېنځه د بندي كسانو په تبادله د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د دې نه وړاندې د يوکرين، روسيه او امريکې پلاويو ترمېنځه د مذاكراتو دوه پړاٶنه په 23 او 24 جنورۍ او په 4 او 5 فرورۍ په ابو ظهبي كښې شوي او د دې نه وروسته په جنيوا كښې د 17 نه تر 18 فروري د مذاكراتو بشپړه پړاٶ شوې ٶ۔

مزید خبریں