برازیلیا۔25فروري(اے پي پي ) برازیل كښې د شديد بارانونو د لاسه د مرګونو شمېره 30 شوه او 39 كسان له بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخه د مقامي فائر دیپارټمنټ نه جاري بیان كښې وئېلې شوي دي د ګل په ماسپخين دوپہر د پېل شوي شړق باران د لاسه لینډ سلائیډنګ وشو،وګړي د ساحلونو نه رابهر شول او د اونو پرېوتو څخه ودانيو ته زيان ورسېد او په زرګونو …
برازیل كښې د بارانونو د لاسه د مرګونو شمېره 30 ته ورسېده ، 39 كسان بې دركه

مزید خبریں
برازیلیا۔25فروري(اے پي پي ) برازیل كښې د شديد بارانونو د لاسه د مرګونو شمېره 30 شوه او 39 كسان له بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخه د مقامي فائر دیپارټمنټ نه جاري بیان كښې وئېلې شوي دي د ګل په ماسپخين دوپہر د پېل شوي شړق باران د لاسه لینډ سلائیډنګ وشو،وګړي د ساحلونو نه رابهر شول او د اونو پرېوتو څخه ودانيو ته زيان ورسېد او په زرګونو كسان بے كوره شول ۔ د جوئز ډي فورا او اوبا ان په هغه ښارونو كښې شامل ديكوم چې تر ټولو زيات وځپلے شول ۔ جوئز ډي فورا كښې د نهې په ورځ سهار بيړنے حالت نافذ كړے شو ۔ د ریاستآ فائر ډیپارټمنټ تر مخه د مرستې هلې ځلې روانې دي ۔ د ریاست ګورنر رومیو زیما په ټول میناس جیرائس كښې د جريو ورځو سرکاري غم اعلان کړے دے ۔ د برازیل صدر لوئز اناسیو لولا دا سلوا په سوشل میډیا د ځپلو كورنيو سره د غمرازۍ څړګندونه وكړه چا چې خپل كورونه او خپلول بېللې دي ۔۔








