د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د جنګ بندۍ قرارداد منظور٬ پاكستان د رايو شميرې عمل كښې ګډون ونكړو ملګري ملتونه ۔25 فروری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د يوكرېن جنګ څلور كلونو په بشپړ كېدو د فوري او غېر مشروط جنګ بندۍ په غوښتنه اډانه قرارداد منظور كړو، بياهم پاكستان د رايو شمېرې عمل كښې ګډون ونكړو۔ د قرارداد په حق كښې 107 رايې او مخالفت …

مزید خبریں
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د جنګ بندۍ قرارداد منظور٬ پاكستان د رايو شميرې عمل كښې ګډون ونكړو
ملګري ملتونه ۔25 فروری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د يوكرېن جنګ څلور كلونو په بشپړ كېدو د فوري او غېر مشروط جنګ بندۍ په غوښتنه اډانه قرارداد منظور كړو، بياهم پاكستان د رايو شمېرې عمل كښې ګډون ونكړو۔ د قرارداد په حق كښې 107 رايې او مخالفت كښی 12 رايې وكارولې شوې۔ 51 هېوادونو د رايو شمېرو عملې كښې برخه وانخسته په كومو كښې چې پاكستان هم شامل دے۔ قرارداد د يوكرېن لخوا وړاندے كړے شوے وو او دې ته د 46 هېوادونو ملاتړ ترلاسه و۔ په قرارداد كښې د فوري ٬ بشپړې او غېر مشروط جنګ بندۍ غوښتنه كولو سره د جنګي بنديانو په بشپړه تبادله ٬ په غېر قانوني توګه په حراست كښې د اخستې شوو كسانو په خوشې كولو او زبردستۍ سره د بې كوره كړې شوو وګړو په خاص توګه د كوچنيانو په ستنولو زور راوړولے شو۔ د قرارداد د محركينو له مخې دا ووټنګ د روسي بريد برسۍ په موقع يوكرېن سره د نړيوال يووالي امتحان و۔ بلخوا امريكا په قرارداد’’موشن فار ډویژن‘‘ وړاندې كولو سره د پس منظر دويم پېراګراف او كارروايۍ سره د اړوند دويم شق جلا ووټنګ لپاره د وړاندې كولو تجويز وركړو۔ د یوکرېن نائب وزیر خارجه ماریانا بټسا دا اقدام اندېښمن ګرځولو سره مسترد كړو۔ په ملګرو ملتونو كښی د امريكا نائب استازي ټېمي بروس موقف اختيار كړو چې د قرارداد ژبې ځيې برخې روانو سفارتي مذاكراتو څخه پام بل پلو كولے شي او تلپاتي امن لپاره د ممكنه سفارتي لارو ملاتړ په ځائې ركاوټ جوړېدې شي








