ملګري ملتونه ۔25 فروری (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې پاكستان د روسيه – يو كرېن جنګ څلور كلونو بشپړ كېدو او د 5م كال پېل كېدو په موقع روانو سفارتي هڅو څخه د ګټې په پورته كولو او د فوري جنګ بندۍ د لارې د شخړې سولييز او مذاكراتي حل پلو د پېشرفت په حاجت زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار …
د روسيه – يوكرين جنګ 5 م كال پيل شو ٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان په سفارت كارۍ او فوري جنګ بندۍ زور

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔25 فروری (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې پاكستان د روسيه – يو كرېن جنګ څلور كلونو بشپړ كېدو او د 5م كال پېل كېدو په موقع روانو سفارتي هڅو څخه د ګټې په پورته كولو او د فوري جنګ بندۍ د لارې د شخړې سولييز او مذاكراتي حل پلو د پېشرفت په حاجت زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اعلی كچې غونډې ته خطاب كښې ووئيل پاكستان د شخړې پېل كېدو اولې ورځې څخه د مكالمې او سفارت كارۍ په موقف ولاړ دے۔ ده وويل مونږ باور لرؤ چې د دې شخړې كوم پوځي حل نشته۔ د سلامتي كونسل غونډه په يو داسې وخت كښې وشوه كله چې په دې وروستيو مياشتو كښې د يوكرېن په شهري انفراسټركچر د روسيه بريدونو كښې شدت رامخے ته شوے دے۔ كونسل دې څخه وړاندې د جنګ 3 كلونو په بشپړ كېدو قرارداد 2774 (2025) منظور كړے دے۔ بياهم كال 2025 وګړو لپاره يو زيات دړدېدلې كال ثابت شو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په يو بل تورونه لګولو څخه به ډډه كول وي۔ ده ووئيل دې شخړې يو سنګين انساني بحران رامخے ته كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان به سولييز حل ته د ودې وركولو هرې يوې هڅې ملاتړ كوي۔








