رياض 24 فروري (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان په جده كښې د مصر صدرعبدالفتاح السيسي هركلے كړے دے او د روژه ماتي مېلمستيا كښې يۍ د هغه كوربتوب كړے۔ د اېس پي اے له مخې د ملاقات په مهال د سعودي ولي عهد د مصر د صدر د ھغه په دوېم كور سعودي عرب كښې هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال د دواړو …
د سعودي ولي عهد سره د مصر صدر وليدل

مزید خبریں
رياض 24 فروري (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان په جده كښې د مصر صدرعبدالفتاح السيسي هركلے كړے دے او د روژه ماتي مېلمستيا كښې يۍ د هغه كوربتوب كړے۔ د اېس پي اے له مخې د ملاقات په مهال د سعودي ولي عهد د مصر د صدر د ھغه په دوېم كور سعودي عرب كښې هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نزدې او تاريخي اړيكو جاج واخستے شو او په بېلو څانګو كښې دې ته وده وركولو لپاره په طريقو غور وشو۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د مېنځني ختيز په صورتحال په خاص توګه د منطقې سلامتيا او استحكام له په شوو او روانو هلو ځلو او عرب اسلامي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خارجه وزيرشهزاده فېصل بن فرحان، وزير مملکت، د کابينې غړې او د قامي سلامتيا مشير ډاکټر مساعد بن العبيان او نور هم موجود وو۔








