نړۍ په مملكة الغابه كښې بدلېږي، جمهوريتونه مخ په ښكته روان دي ، مصنوعي ذهانت د جبر آله کار جوړ شوې: انتونيو ګوتريش

جنيوا 24 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل انټونيو ګوترېش د مصنوعي ذهانت زياتې شوې خطرې ته " د ځنګل قانون" سره تشبيه وركولو سره د دې رجحان غندنه كړې ده٬ كوم چې په ګرده نړۍ كښې په بشري حقونو د يو لوے بريد په صورت كښې رامخے ته كيږي۔ د العربيه اردو له مخې تېره ورځ په جنېوا كښې د بشري حقونو كونسل پرانستې غونډې په …

جنيوا 24 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل انټونيو ګوترېش د مصنوعي ذهانت زياتې شوې خطرې ته ” د ځنګل قانون” سره تشبيه وركولو سره د دې رجحان غندنه كړې ده٬ كوم چې په ګرده نړۍ كښې په بشري حقونو د يو لوے بريد په صورت كښې رامخے ته كيږي۔ د العربيه اردو له مخې تېره ورځ په جنېوا كښې د بشري حقونو كونسل پرانستې غونډې په موقع ده ووئيل د دي بريد قيادت په خاص توګه د مصنوعي ذهانت ټيکنالوجيز كوي۔ ده نړيواله ورورولي د اسرائيل او فلسطين ترمېنځه د دوه رياستي حل كمزورې كېدو په اړه هم خبر كړه۔ ده ووئيل دا بريد نه خو په خفيه توګه كېږي او نه ناڅاپي بلكې په رڼا ورځ كېږي او زياتره د قوي رياستونو په امر كېږي۔ ده ووئيل چې په ګرده نړۍ كښې بشري حقونه قصداً او په تزويراتي توګه بلكې كله كله خو په وياړ سره لمينځه وړلې شي۔ ده د يو هېواد يا مشر نامه اخستو نه غېر په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه د قانون حكمراني د طاقتور د قانون تابع شوې ده۔ ده ووئيل كله چې بشري حقونه مخ په ښكته روان شي نو پاتې هر څه تس نس شي۔ ده دې خبرې پلو اشاره وكړه چې مونږ په يوه داسې نړۍ كښې ژوند كوٶ چرته چې اجتماعي مصيبتونه قبول كړې شوې دي ٬ چرته چې انسانانو سره لېن دېن د كرنسۍ په څېر كيږي او چرته چې نړيوال قانون ته يوازې د يوې پريشانۍ په توګه كتلې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ټېکنالوجي، په خاص توګه مصنوعي ذهانت په تندۍ سره په داسې ډول كارولې شي كوم چې جبر او عدم مساوات زياتوي ٬ دغسې پسمانده طبقې آن لائن او په آف لائن د امتيازي سلوك نوې شكلونو سره مخ كوي۔ ده په هغه آهني ګرفت سخته ټكونه وكړل كوم چې د وګړو حقونه لمينځه وړي۔ ده د خبريالانو او د بشري حقونو د كاركنانو قېد وبند ، د غير سرکاري ادارو بندېدو٬ د مېرمنو په حقونو كښې كمي او د معذوره كسانو جلا ساتلو پلو اشاره وكړه۔ د يادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو د دې نه وړاندې هم په نړۍ خپور شوي تاريك عكس پلو اشاره كړې وه٬ چرته چې شخړې په زياتېدو دي٬ د سزاګانو نه د بچ كېدو رواج عام دے، بشري حقونه د پښو لاندې كېږي او په انساني ضرورتونو كښې اضافه روانه ده۔

مزید خبریں