برلن 24 فروري (اے پي پي) د المان خارجه وزير جوهان واډيفول وئيلي دي چې المان روسيه سره د يوکرين شخړي حل لپاره مذاكراتو له چمتو دے٬ خو كوم ډول رعايت به نه وركوٶ۔ د تاس له مخې ده په برلن كښې د کونراډ ايډينا فاؤنډيشن په اهتمام كښې د كنفرنس په مهال ووئيل چې د ټولو نه وړاندې يقيناً يوکرين له خبره پكار ده خو مونږ هم مكالمې له …
د يوکرين په شخړه روسيه سره مذاکراتو له چمتو يو: المان

مزید خبریں
برلن 24 فروري (اے پي پي) د المان خارجه وزير جوهان واډيفول وئيلي دي چې المان روسيه سره د يوکرين شخړي حل لپاره مذاكراتو له چمتو دے٬ خو كوم ډول رعايت به نه وركوٶ۔ د تاس له مخې ده په برلن كښې د کونراډ ايډينا فاؤنډيشن په اهتمام كښې د كنفرنس په مهال ووئيل چې د ټولو نه وړاندې يقيناً يوکرين له خبره پكار ده خو مونږ هم مكالمې له چمتو يو۔ ده زياته كړه چې مونږ به روسيه ته نه ځو او نه به نور رعايتونه وركوٶ۔ ده ووئيل دا مهال روسيه سره خبرو لپاره زياتې ذريعې موجود دي۔ بلخوا د دوي د جماعت غړي او سيکسني وزيراعظم مائيکل کريشمر وئيلي دي چې د يوکرين شخړې پوځي حل غېر حقيقي په نظر راځي او روسيه سره سفارتي رابطو ته اړتيا ده








