امريکا جنيوا كښې ايران سره د خبرو اترو نوي پراؤ لپاره چمتو ده: د امريكې سينيئر عهديدار

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د امريكې سينيئرعهدېدار وئيلي دي په راتلونكو 48 ساعتو كښې د اتومي لوظنامې په اړه ايران څخه د تفصيلي تجويز تر لاسه كېدو په صورت د امريكې د خبرو اترو ډله د جمعې په ورځ جنېوا كښې ايران سره د خبرو نوي پړاؤ لپاره چمتو ده ۔ د العربيه اردو له مخې د امريکې عهديدار ووئيل كه ايران يوه مسوده د تجويز وړاندې …

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د امريكې سينيئرعهدېدار وئيلي دي په راتلونكو 48 ساعتو كښې د اتومي لوظنامې په اړه ايران څخه د تفصيلي تجويز تر لاسه كېدو په صورت د امريكې د خبرو اترو ډله د جمعې په ورځ جنېوا كښې ايران سره د خبرو نوي پړاؤ لپاره چمتو ده ۔ د العربيه اردو له مخې د امريکې عهديدار ووئيل كه ايران يوه مسوده د تجويز وړاندې كوي نو امريكا په جنېوا كښې د جمعې په ورځ ملاقات لپاره چمتو ده ٬ دغسې چې په دې پوهېدو لپاره تفصيلي خبرې پېل كړې شي چې آيا اتومي لوظنامه كېدې شي كنه ؟ ۔ د امريکې عهدېدار دا هم ووئيل ټرمپ انتظاميه او ايران د بشپړه اتومي تړون نه وړاندې د عبوري لوطنامې په امكان هم خبرې كولې شي۔ هغه ووئيل د صدر ډونلډ ټرمپ ډلې يو شمېر غړي هغوي ته اوس هم د صبر مشوره وركوي۔ هغه ووئيل مېنځني ختيز لپاره د امريكې استازي سټيو وټکوف او د امريکې ثالث جيريډ کشنر صدر ټرمپ ته مشوره وركړې ده چې ھغه د تهران په ضد د پوځي بريد پرېكړه كولو نه وړاندې سفارت کارۍ ته يوه موقع وركړي۔ د دې اوونۍ په پېل كښې د ايران لخوا د وړاندېز استولو په صورت د امريكې دواړه استازي سټيو وټکوف او جيرډ کشنر د فرورۍ په 27مه نېټه جنېوا ته د تللو منصوبه جوړوي۔ د يادونې وړ ده د نهې په ورځ د فرورۍ په 17مه نېټه په جنېوا كښې د كېدونكو خبرو په آخري پړاٶ كښې د سټيو وټکوف او جيرډ کشنر د ايران خارجه وزير عباس عراقچي سره په څو ورځو كښې د يو تفصيلي تحريري تجويز وړاندې كولو مطالبه كړې وه٬ وټکوف او کشنر عراقچي ته ووئيل د ټرمپ موقف د ايران په خاوره د يورينيم افزودګي نه كول دي خو دې سره هغوي د ايران په يو داسې تجويزغور لپاره د آمادګۍ څرګندونه كړې ده چې پكښې علامتي افزودګي شامله وي۔ بلخوا د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د جمعې په ورځ خپله ټي وي مركه كښې ووئيل مونږ به د اوونۍ تر پايې تجويز وركړو او د تهران د سياسي قيادت څخه د منظورۍ په ترلاسه كېدو به دا سټيووټکوف او جيرډ کشنر ته وسپارو۔

مزید خبریں