رياض۔ 20 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په وېنا د سماجي كفالت نه په مستفيد كېدونكو په روژه مباركه كښې د 3 اربه ريالو د مرستې وېشلو امر كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د افرادي قوت و سماجي ښیګړې وزير انجينئر احمد الرجحي د سماجي كفالت نه مستفيد كېدونكو او د وژې به مال …
رمضان اعانت٬ د سعودي فرمانروا شاه سلمان د 3 اربه ريالو د مرستې وېشبلو امر

مزید خبریں
رياض۔ 20 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په وېنا د سماجي كفالت نه په مستفيد كېدونكو په روژه مباركه كښې د 3 اربه ريالو د مرستې وېشلو امر كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د افرادي قوت و سماجي ښیګړې وزير انجينئر احمد الرجحي د سماجي كفالت نه مستفيد كېدونكو او د وژې به مال د حاجتمندو وګړو ضروريات ته په پام لرنه د سعودي مشرتابه مننه كړې ده۔ دا ګام په روژه كښې د مستحق كسانو د ضروريات تر سره كولو لپاره د مشرتابه د عزم عكاسي كوي۔ د دې اقدام تر مخه به د كورنۍ مشر ته يو زر ريال او د هرې كورنۍ غړي ته 500 رياله مالي معاونت په مد كښې وركولې شي۔ دا مرسته به په 24 ساعتو كښې دننه د سماجي كفالت مستفيد كېدونكو بېنك اكاونټ ته نېغ په نيغه منتقل كولې شي۔ ياده دې وي چې كنډې٬ يتيمانان ٬ بے روزګاره كسان ٬ مشران او معزوره په سماجي كفالت څخه مستفيد كېدونكو كښې شامل دي۔








