كوم هم هېواد مونږ د يورنيم د حق نه نشي محرومه كولې ٬ ايران

تهران ۔ 20 فروي (اے پي پي) د ايران د جوهري توان مشر محمد اسلامي وئېلي دي كوم هم هېواد ايران د يورنيم د افزودګۍ حق نه نشي محرومولے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه دا بيان د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه د جنيوا خبرو اترو نه پس يو ځل بيا د ممكنه پوځي كاروائۍ د اشارې په تناظر كښې رامخې ته شوے دے …

تهران ۔ 20 فروي (اے پي پي) د ايران د جوهري توان مشر محمد اسلامي وئېلي دي كوم هم هېواد ايران د يورنيم د افزودګۍ حق نه نشي محرومولے۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه دا بيان د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه د جنيوا خبرو اترو نه پس يو ځل بيا د ممكنه پوځي كاروائۍ د اشارې په تناظر كښې رامخې ته شوے دے ۔ د جاري كړې ويډيو تر مخه اسلامي ووئېل د جوهري صنعت بنياد افزودګي ده ۔ هغه ووئېل په جوهري عمل كښې چې ته څه هم غواړې د هغې لپاره ايندهن پكار وي ۔ هغه زياته كړه د ايران جوهري پروګرام د جوهري توان نړيوالې ايجنسۍ د قواعد تر مخه مخ په وړاندې روان دے او كوم هم هېواد ايران د دې ټېكنالوجۍ د امناكه استعمال څخه د ګټې پورته كولو نه محرومه كولې نشي

مزید خبریں