ملګري ملتونه ز 20 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د فېكټ فائنډنګ مشن د سوډان په الفاشر ښار كښې “ د نسل كشۍ “ د پیښو غندنه وكړه ٬ چرته چې په اكتوبر مياشت كښې تېر كال د رېپډ سپورټ فروسز د قبضې نه پس ګڼ ظلمونه رامخې ته شول ۔ د العربيه تر مخه د ملګرو ملتونو راپور د كوم سر خط چې “په الفاشر كښې د …
سوډان كښې رېبډ سپورټ فورسز د نسل كشۍ مرتكب دي ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ز 20 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د فېكټ فائنډنګ مشن د سوډان په الفاشر ښار كښې “ د نسل كشۍ “ د پیښو غندنه وكړه ٬ چرته چې په اكتوبر مياشت كښې تېر كال د رېپډ سپورټ فروسز د قبضې نه پس ګڼ ظلمونه رامخې ته شول ۔ د العربيه تر مخه د ملګرو ملتونو راپور د كوم سر خط چې “په الفاشر كښې د نسل كشۍ وجوهات “ؤ ووئېل د نسل كشۍ اراده هغه يوازينۍ منطقي نتيجه ده ٬ كومه چې د رېبډ سپورټ فورسز په دې ښار كښې د شوو منظم اقدامات نه اخذ كېدې شي ۔ د پلټنو نه معلومه شوه چې د غېر عرب كميونټيز كسانو د وژلو پیښو او نورو ظلمونو كښې د نشل كشۍ آثار څرګند دي۔د ملګرو ملتونو ډلې دا هم ووئېل رېپډ سېپورټ فورسز خلق د نسلي٬ جنسي او د سياسي تړون په بنياد په منظم ډول او بيا بيا په نخښه كړي ٬ چې پكښې اجتماعي قتل ٬ تېرے ٬ تشدد او اذيت او د خلقو په داسې حالات كښې ساتل چې د هغوي د ټولنې د خاتمې سبب وګرځي شامل وو۔ راپور كښې زياته كړې شوې چې په دې جرائمو كښې په نسلي بنياد وژنې ٬ جنسي تشدد ٬ تباهي او داسې بيانات شامل وو كوم چې د غېر عرب كميونټي ٬ په خاص توګه دغاوا او د فور خلاف د نسل كشۍ تريج كولو۔ د راپور په نتيجو كښې وئېلې شوي ثبوت دا څرګندوي چې د محفوظ نسلي ډلې وژنه ٬ په جسماني او ذهني توګه زيان ورسول غوندې اقدامات نسل كشي ګنلې كېدې شي








