په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان په سوډان كښې د تشدد كوونكو د احتساب غوښتنه

ملګري ملتونه 20 فروري (اے پي پي) پاکستان په سوډان كښې د جاري خونړي جنګ په درېم كال كښې د داخلېدو په موقع په دې خبره زور راوړے دے چې د بحران يوازنې حل د عمل وړ ٬ بامعني مذاكرات او د سياسي عمل بحالي ده۔ د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل غونډې ته خپله وېنا كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون وئيلي دي چې د دې شخړې …

ملګري ملتونه 20 فروري (اے پي پي) پاکستان په سوډان كښې د جاري خونړي جنګ په درېم كال كښې د داخلېدو په موقع په دې خبره زور راوړے دے چې د بحران يوازنې حل د عمل وړ ٬ بامعني مذاكرات او د سياسي عمل بحالي ده۔ د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل غونډې ته خپله وېنا كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون وئيلي دي چې د دې شخړې پوځي حل ممكن نه دے ٬ د لنډمهاله سوډاني حكومت لخوا د وړاندې كړې شوې امن منصوبې او د هلو ځلو د ملاتړ پخلي كولو سره عثمان جدون په سوډان كښې د تشدد د ذمه وارو د احتساب مطالبه وكړه۔ ده ووئيل چې ځائي اولس د اوږدې مودې راهسې سختو ستونزو سره مخ دے اوس وخت راغلے دے چې د باور وړ سياسي نظام بحال كړے شي۔ پاکستان د ملګرو ملتونو د چارو د اصولو له مخې د سوډان د خپلواكۍ٬ وحدت او سيمه ايز سالميت د بشپړ ملاتړ پخلې وكړو

مزید خبریں