د ملګرو ملتونو په 26 ټركونو مشتمل قافله د سوډان جنګ ځپلو سيمو ته ورسېده٬ 1 لاكهه 30 زره كسانو ته به رېليف وركړے شي ٬ نړيواله اداره

خرطوم ۔19فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د څو ذیلې ادارو شريكه د مرستې قافله د سوډان ايالت کردفان مهمو ښارونو ډلنګ او کادګلي ته ورسېدله ٬ چرته چې به د 1 لاكه 30 زره نه زياتو ځپلو ته بيړنۍ مرسته وركولې شي ۔ د چین خبر رسنې ادارې شنهوا د نړيوالې ادارې د اړخه جاري (مشترکه )بیان تر مخه ووئېل دا قافله د ورلډ فود پروګرام،یونیسکو او د …

خرطوم ۔19فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د څو ذیلې ادارو شريكه د مرستې قافله د سوډان ايالت کردفان مهمو ښارونو ډلنګ او کادګلي ته ورسېدله ٬ چرته چې به د 1 لاكه 30 زره نه زياتو ځپلو ته بيړنۍ مرسته وركولې شي ۔ د چین خبر رسنې ادارې شنهوا د نړيوالې ادارې د اړخه جاري (مشترکه )بیان تر مخه ووئېل دا قافله د ورلډ فود پروګرام،یونیسکو او د یو این ډویلپمنټ پروګرام د اړخه د وركونكې انساني خواخوږۍ په مرسته مشتمل ده ، دا د تېرو 3 مياشتو په مهال سيمه كښې وړومبۍ لويه مرسته ده د كومې نه به چې يو لاكه 30 زره نه زياتو كسانو ته ریلیف وركړے شي۔بیان كښې وئېلې شوي دي په 26 ټرکونو مشتمل قافلې د لارې 700 میټرک ټن نه زيات خوراک او 70 میټرک ټن طبي سامان ورسولے شو ۔ د ورلډ فوډ پروګرام لنډ مهاله کنټري ډائریکټر مکنه واکر تر مخه د څو اوونيو تاخیر او د سختو متبادل لارو اختیارولو نه پس د مرستې سامان آخر ځپلو سيمو ته ورسېد ۔سوډان كښې د یونیسیف استازي شیلډن ییټ ووئېل دې مرستې څخه به د شدید غذائي قلت ښکار كوچنيانو د درملنې جاري ساتلو ، پاكو اوبو ، د روغتيا سهولیات او د نورو بنیادي خدمات بحالۍ له مرسته تر لاسه شي ۔۔واضحه دې وي چې کادګلي د (جنوبي کردفان سر ښار) او د ډلنګ سيمې د دوو دو كالو نه تر زياتې مودې د مرستې نه محروم پاتي دي چې ورسره د ضروري څيزونو د خوراك څښاك او طبی سامان شدید قلت پیدا شوے ؤ ۔

مزید خبریں