پېرس۔19فروری(اے پی پی) د فلسطين پخوانۍ سفيره لېلیٰ شاهد د 76 كالو په عمر كښې په فرانس كښې په حق ورسېده۔ د العربيه اردو له مخې لېلیٰ شاهد تېره ورځ په حق رسېدلې ده۔ په فرانس كښې د فلسطين سفيرې حاله ابو حاسیرہ په سوشل ميډيا پلېټ فارم اېكس وئيلي دي چې زمونږ د سفارتكارۍ يوه لويه نامه لېلی شاهد اوس په مونږ كښې نه ده پاتې شوې۔ دا فلسطين …
د فلسطين پخوانۍ سفيره ليلي شاهد فرانس كښې په حق ورسيده

مزید خبریں
پېرس۔19فروری(اے پی پی) د فلسطين پخوانۍ سفيره لېلیٰ شاهد د 76 كالو په عمر كښې په فرانس كښې په حق ورسېده۔ د العربيه اردو له مخې لېلیٰ شاهد تېره ورځ په حق رسېدلې ده۔ په فرانس كښې د فلسطين سفيرې حاله ابو حاسیرہ په سوشل ميډيا پلېټ فارم اېكس وئيلي دي چې زمونږ د سفارتكارۍ يوه لويه نامه لېلی شاهد اوس په مونږ كښې نه ده پاتې شوې۔ دا فلسطين او دغسې په انصاف باور لرونكې نړۍ لپاره يو لوے زيان دے۔ لېلیٰ شاهد په كال 1949 كښې په لبنان كښې سترګې غړولې وې۔ هغه اولنۍ مېرمن وه كومې چې د فلسطین لبرېشن آرګنائزېشن (پی اېل او) بهر هېوادونو كښې نمائنده وه۔ د دې كېريئر آئر لېنډ څخه پېل شوے و۔ بيا دا په هالېنډ كښې تعينات كړې شوه او وروستو دا په فرانس او اروپائي ائتلاف كښې فلسطيني نمائنده غوره كړې شوه








