واشنګټن۔ 16 فروري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي د امن بورډ غړي هېوادونه به د غزه لپاره 5 اربه ډالره نه زيات فنډ وركوي۔ د رائټرز تر مخه هغه خبريالانو ته ووئېل د بورډ غړي هېوادونه به دا اعلان په رسمي توګه په 19 فرورۍ د زيارت په ورځ په وړومبۍ رسمي غونډه كښې وكړي۔ د امرېكې خارجه دفتر تر مخه د امن بورډ دا …
د امن بورډ غړي هېوادونه به غزه لپاره 5 اربه ډالره وركوي٬ ډونلډ ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن۔ 16 فروري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي د امن بورډ غړي هېوادونه به د غزه لپاره 5 اربه ډالره نه زيات فنډ وركوي۔ د رائټرز تر مخه هغه خبريالانو ته ووئېل د بورډ غړي هېوادونه به دا اعلان په رسمي توګه په 19 فرورۍ د زيارت په ورځ په وړومبۍ رسمي غونډه كښې وكړي۔ د امرېكې خارجه دفتر تر مخه د امن بورډ دا غونډه د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ په انسټي ټيوټ فار پيس تهنك ټېنك كښې كښې كېږي۔ ياد دې وي صدر ډونلډ ټرمپ د امرېكې د صدر سره سره د غزه چلونكي بورډ صدر هم دے۔ هغه په 19 فرورۍ د بورډ وړومبۍ غونډه رابللې ده چې پكښې د 20 هېوادونو استازو نه علاوه د ګڼو هېوادونو مشران به ګډون كوي چې پكښې د خليج هېوادونه نه پرته پاكستان ٬ تركيه او ګن اروپائي هېوادونه شامل دي۔








