غزه كښې د اسرائيل فضائي بريدونو كښې 9 فلسطينيان شهيدان شوي

غزه 15 فروري (اے پي پي) غزه كښې د اسرائيل فضائي بريدونو كښې 9 فلسطينيان شهيدان شوي۔اردو نيوز د فلسطين سول ډيفنس او روغتيا محكمې چارواكو په اړه ووئيل د اتوار په ورځ شمالي او جنوبي غزه پټي كښې د اسرائيل فضائي بريدونو په نتيجه كښې كم نه كم 9 فلسطينيان شهيدان شوي۔د برتانيې خبر رسني ادارے رائټرز له مخې د اسرائيل پوځ وئيلي چې دا كاروائي د جنګ بندۍ …

غزه 15 فروري (اے پي پي) غزه كښې د اسرائيل فضائي بريدونو كښې 9 فلسطينيان شهيدان شوي۔اردو نيوز د فلسطين سول ډيفنس او روغتيا محكمې چارواكو په اړه ووئيل د اتوار په ورځ شمالي او جنوبي غزه پټي كښې د اسرائيل فضائي بريدونو په نتيجه كښې كم نه كم 9 فلسطينيان شهيدان شوي۔د برتانيې خبر رسني ادارے رائټرز له مخې د اسرائيل پوځ وئيلي چې دا كاروائي د جنګ بندۍ ښكاره خلاف ورزۍ په ځواب كښې شوي۔ميډيكل ذريعو له مخې اسرائيل د بے كوره شوي كورنو لپاره په جوړ خيمه بستۍ يو فضائي بريد كړې،چې پكښې 4 كسان شهيدان شوي۔د روغتيا محكمې چارواكو ووئيل سوئيلي ښار خان يونس كښې په يو بل بريد كښې 5 كسن شهيدان شوي۔ د اسرائيل پوځ دعويٰ كړي چې يوه ودانۍ په نښه شوي چرته چې په ښكاره ډول مسلح وال د سرنګ څخه راوتللو سره ملبے لاندې داخل شوي۔د غزه د روغتيا وزارت له مخې د جنګ بندۍ معاهده نافذيدو نه پس د اسرائيل د ډزو په نتيجه كښې كم نه كم 600 فلسطينيان مړه شوي۔بل پلو اسرائيل وئيلي چې په دې مهال غزه كښې وسله والو بريدونو كښې څلور عسكر وژلې شوي۔

مزید خبریں