ميونخ 15 فروري (اے پي پي) د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني وئيلي چې د اسرائيل اقدامات د سوريه استحكام متزلزل كوي۔ العربيه له مخې ميونخ سكيورټي كانفرنس كښې وينا په مهال ده ووئيل مونږ د امريكې سره مرسته كولو سره اسرائيل مذاكرات ميز ته راوستلې۔د سوريه خارجه وزير ووئيل د امريكې خارجه وزير ماركو روبيو د اېس ډي اېف (سيريئن ډيموكريټك فورسز) لارښودو په موجودګۍ كښې ملاقات د سوريه …
د اسرائيل اقدامات د استحكام لپاره خطر دې ۔ د سوريه خارجه وزير

مزید خبریں
ميونخ 15 فروري (اے پي پي) د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني وئيلي چې د اسرائيل اقدامات د سوريه استحكام متزلزل كوي۔ العربيه له مخې ميونخ سكيورټي كانفرنس كښې وينا په مهال ده ووئيل مونږ د امريكې سره مرسته كولو سره اسرائيل مذاكرات ميز ته راوستلې۔د سوريه خارجه وزير ووئيل د امريكې خارجه وزير ماركو روبيو د اېس ډي اېف (سيريئن ډيموكريټك فورسز) لارښودو په موجودګۍ كښې ملاقات د سوريه اتحاد عكاسي كوي۔ده ووئيل اېس ډي ايف د سوريه حكومت برخه ده،مونږ اېس ډي ايف سره په يو داسې نقطه نظر كار كوو كوم چې بشپړه انضمام باوري كوي۔د سوريه خارجه وزارت يو وياند’’ العربيه/ الحدث ‘‘ ته ووئيل اسعد الشيباني ميونخ كښې واضحه كړي چې سوريه به د تقسيم ښكار نه شي۔دې څخه وړاندې د امريكې خارجه وز ارت اعلان كړې ؤ چې ماركو روبيو ميونخ كانفرنس په موقع د سوريه خپل همڅنګ اسعد الشيباني او اېس ډي ايف كمانډر مظلوم عبدي سره ملاقات كړې دے۔








