صدر مملكت آصف علي زرداري خيرپور كښې ټرافكي پېښه كښې په شوې زيان د افسوس څركندونه،ژوبل كسانو له ښه طبي آسانيو وركولو سپارښتنه

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري خيرپور سندھ كښې په قومي ستره لاره ټرافكي پېښه كښې په شوي زيان د افسوس څركندوني سره د ارواښادو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا كړي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر آصف علي زرداري په دې اړه د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه سره …

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري خيرپور سندھ كښې په قومي ستره لاره ټرافكي پېښه كښې په شوي زيان د افسوس څركندوني سره د ارواښادو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا كړي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر آصف علي زرداري په دې اړه د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه سره ټيليفوني رابطه كړي او د سندھ حكومتِ ته ئې د ښه طبي سهوليات وركولو سپارښتنه كړي۔صدر مملكت ووئيل دې ډول پېښو مخنيوي لپاره دې د كوټلي اقدامات باوري كولو هڅي وكړې شي۔صدر مملكت ووئيل په قومي سترو لارو دې د ټرافك په اصولو په سختۍ سره عملدرآمد او حفاظتي انتظامات كښې ښه والي لپاره په صوبائي و وفاقي كچه كوټلي تګلاره جوړه كړې شي دغسې د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كړې شي۔