کولمبو ۔14فروری(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوی پاك هند ميچ كتلو او د لوبډلې حوصله لوړولو له كولمبو ته ورسيد ٬ چرته چې هغه ته تود هركلے ووئيلې شو۔ په هوائي مېدان د سري لنكا د اېوي اېشن نائب وزير جنیتھیا راون کوډیتھوواکو ګران مېلمه ته هركلے ووے۔ په سري لنكا كښې دپاكستان هائي كمشنر مېجر جنرل (ر) فهیم العزیز هم په دې …
د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي پاك هند ميچ كتلو او د لوبډلې حوصله لوړولو له كولمبو ته ورسيد
کولمبو ۔14فروری(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوی پاك هند ميچ كتلو او د لوبډلې حوصله لوړولو له كولمبو ته ورسيد ٬ چرته چې هغه ته تود هركلے ووئيلې شو۔ په هوائي مېدان د سري لنكا د اېوي اېشن نائب وزير جنیتھیا راون کوډیتھوواکو ګران مېلمه ته هركلے ووے۔ په سري لنكا كښې دپاكستان هائي كمشنر مېجر جنرل (ر) فهیم العزیز هم په دې موقع موجود و۔ دې څخه وروستو د محسن نقوي او سري لنكن وزير ترمينځه په زړه پورې چاپېريال كښې ملاقات وشو په كوم كښې چې دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو او ټي ټونټي ورلډ كپ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان سري لنكا سره د ورورولۍ اړيكې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل په ټی ټوئنټی ورلډ كپ كښې د پاكستان ټول مېچونه په سري لنكا كښې كولې شي او سري لنكا زمونږ كوربه هېواد دے۔ د پي سي بي چيئرمېن دا دوره د پاكستان او سري لنكا ترمينځه د لوبو او سفارتي همكارۍ لا مضبوطولو پلو مهم پېشرفت ګرځولې شي۔











