اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي د باني د سترګو روانو درملنو په تسلسل كښې بله معائنه او درملنې به په يوه خصوصي اداره كښې د سترګو د رنځونو كارپوهان كوي۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د درملنو په اړه يو بشپړ رپورټ سپريم …
د پي ټي آئي د باني د سترګو روانو درملنو په لړ كښې بله معائنه او درملنې به يوه مخصوص اداره كښې د سترګو د رنځونو كارپوهان كوي٬ په دې معاملې دې بې بنسټه ډنډورو څخه ډډه وكړې شي : عطاﺀ تارړ
اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي د باني د سترګو روانو درملنو په تسلسل كښې بله معائنه او درملنې به په يوه خصوصي اداره كښې د سترګو د رنځونو كارپوهان كوي۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د درملنو په اړه يو بشپړ رپورټ سپريم كورټ كښې جمع كړے شوے دے۔ په دې معامله بې بنسټه ډنډورو او ذاتي ګټې لپاره دې ته د سياسي رنګ وركولو هڅو څخه بايد ډډه وكړې شي۔











